دغه کارونه ډيره ګناه لري

① په پټه د یو چا خبري اورېدل : په حدیث شریف کي راغلی دي چي څوک د یو چا څخه خپله خبره پټول غواړي او دی يې په یو طریقه او بهانه سره واوري ، د قیامت په ورځ به د هغه په غوږونو کي تاوده ( ګرم ) سرپ واچول سي . دا هم کبیره ګناه ده او هم بې خونده او بې ګټي ده خو عموماً خلک په دې کي بوخت دی . الله جل جلاله دي خلاصون ور په برخه کړي .

② تصویر جوړول : حدیث شریف : تر ټولو ډیر سخت عذاب د قیامت په ورځ تصویر جوړونکي ته ورکول کیږي . حدیث شریف : د رحمت ملائیکي و هغه کور ته نه داخلیږي په کوم کور کي چي د ذي روح ( روح لرونکي ) تصویر یا سپی وي . ( الصحاح الستة )

حدیث شریف : رسول الله ﷺ یو ځل د حضرت عایشي رضى الله عنها په کور کي یو پرده ځړیدلې ولیدل چي پکښي یو تصویر وو . رسول الله ﷺ ناخوښي ښکاره کړه او هغه ټوکر يې دوه ځایه کړ . د هغه څخه يې تکیه جوړه کړه .

په نن زمان کي دغه ګناه د یوې وبا غوندي په ټوله نړۍ کي خپره سوې ده چي ددې څخه پرهیز کونکي ته د ژوند په هره څانګه کي ستونزي دي ، د خولۍ ( ټوپۍ ) څخه نیولې تر بوټونو پوري ، په بازار کي د تصویر څخه خالي شی موندل ستونزمن دئ .

③ د استعمال کورني شیان : لوښي ، چاړه ، د جامو ګنډولو ماشین ، د دواوو ډبې او بوتلان ، اخبارونه او رسالې ، آن تر دې چي مذهبې او اصلاحي کتابونه هم د دې عظیمي ګناه څخه خالي نه سوه پاته . فالی الله المشتکی.

که فکر وشي نو له دغو څخه زیاته برخه د تصویرونو خالص بې کاره او بې فایدې او بې خونده ګناه ده . مسلمان ته په کار ده چي د ګناه په عام کېدولو سره هغه سپکه ونه ګڼي بلکه ډیر په همت سره د هغه څخه د ځان ژغورولو او هم د نورو مسلمانانو د حفاظت فکر وکړي ، تر کومه حده چې امکان ولري د داسي شی د رانیولو څخه دي ډډه وکړي او که دا ونه سي نو د تصویر مخ دي خراب کړي ، یا دي کاغذ پر ونښلوي ، پټ دي کړي .