دغه (۵) کارونه د انسان بدن ډیر سخت کمزوری کوي، نو باید ځان ترې وساتئ!

۱. د شپي له خوا (۸) ساعته ویده کیدل پوره او مناسب خوب دی، خو له (۸) ساعتونو څخه زیات خوب د شکر ناروغۍ او چاغوالي چانس زیاتوي او د زړه او حافظې کمزورتیا رامنځته کوي.

۲. مسلسله ناسته یا په یو ځای کې د کار او مطالعې لپاره دوامدره ناسته د انسان بدن کمزوری کوي، هغه که لیپټاپ یا تلویزون ته وي، او یا هم د مطالعتې لپاره.

د روغتیا پوهانو په وینا له هر ساعت دوامدارې ناستې وروسته باید تر (۵) دقیقیو پورې په خپل اطاق او یا هم شاوخوا ماحول کې قدم ووهل شي.

۳. د ورځې په اوږدو کې مناسبه اندازه د لمر رڼا ته نه ګرځېدل په بدن کې شته ویټامن ډي له منځه وړي، دغه کار زیاتره په یخنۍ کې پېښيږي، ستومانتیا، دردونه او خپګان/ډپریشن د ویټامن ډي د کمښت نښې دي.

۴. د یوې څیړنې له مخې ویل شوي چې په کمه اندازه سګریټ یا بله نشه کول هم د انسان د ناروغیو او مړینې ګواښ دوه چنده کوي، سګریټ یا بله نشه کول اګر که کمه اندازه هم وي د انسان زړه او سږي له منځه وړي.

۵. د ورځې لخوا مناسبه اندازه اوبه نه څښل د بدن پوستکي ژر زړوي، ذهن او وجود کمزوری کوي، او د ویښتانو صحت ته زیان رسوي.

نو په همدې خاطر هره ورځ باید (۸) ګیلاسه اوبه هرومرو وڅښل شي، ځکه اوبه بدن تازه ساتي او په بدن کې اکسیجن هرې برخې ته رسوي، فاضله مواد خارجوي، د بدني او ذهني روغتیا کچه غوره کوي.