د افغانستان دفاع وزارت وایي، د نوي زیږدیز کال په پیل کې ترکیه لوی پوځي تمرینات پیلوي او دغو پوځي تمریناتو کې د افغان پوځیانو ګډون له هغه وروسته منل شوی؛ چې د دغه وزارت مرستیاله، منیزه یوسفزاده ترکیې ته سفر وکړ.
د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، په روان میلادي کال کې څه باندې ۷۰۰ افغان سرتیرو ترکیه کې پوځي روزنه ترلاسه کړې او څه باندې ۱۰۰ تنه ټپي سرتیري دغه هیواد ته د درملنې لپاره استول شوي دي.