دفاع وزارت وایي پکتیا او پکتیکا کې یې لسګونه وسله وال وژلي

دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې تېره شپه افغان ځواکونو د پکتیکا ولایت یوسف خېلو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر یو مرکز برید کړی چې، پر مهال یې ددغې ډلې ۲۰ تنه وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان دي.

خبر پاڼه زیاتوي، چې تیره شپه د پکتیا ولایت په احمد ابا ولسوالۍ کې هم افغان ځواکونو د هوايي بریدونو پرمهال ۱۲ تنه وسله وال وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.  په خبر پاڼه کې داهم راغلي، چې د پکتیا په ډڼد پټان ولسوالۍ کې هم د یو برید پر مهال ۳ وسله وال طالبان وژل شوي او د یادې ډلې  یو شمیر وسلې او وسایط هم له منځه تللي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.