دفتري نزاکتونه

لیکوال: بصيرالحق عادل

انسانانو ته د ژوند تېرولو بېلابېل اصول ورکول شوي دي.

هر ځای کې د هماغه ځای مناسب او جوړ اصول مخ ته وړي، که مراعات نه‌ شي؛ نو کېدای شي ستونزې پېښې کړي.

موږ لا د ژوند له ډېرو برخو ناخبره يو. ډېر څه مو نوي اورېدلي دي او په نورو هېوادونو کې زړې کيسې موږ اوس ورو ورو پر ځان عملي کوو او يا غواړو ځان ورسره عادت کړو.

د دې لپاره چې په ټولنه کې ښه ژوند وکړو، بهتره ده هغه چاپېريال چې پکې اوسېږو، درک کړو او بيا پکې له مذهبي او کلتوري ارزښتونو سره په نه ټکر کې تعامل وکړو.

اداري سيسټم زموږ په ټولنه کې ځوان دی، شخصي لا څه چې دولتي ادارې مو هم هغه اصولو ته نه دي ژمنې چې د دولت اصول او کړنلاره ده، خو لږ تر لږه که دفتري ادبيات مراعات کړو د ستونزو کچه به مو راټيټه شوې وي.

زه يو څو بېلګې راوړم چې موضوع ښه روښانه شي. يو وخت مې يوې ادارې کې کار کاوه. د ادارې مشر ډېر جدي چلند کاوه، فکر يې کاوه چې زما جديت د کارکوونکيو پر کارونو اغېز کولای شي، خو وروسته مالومه شوه چې ټولو کارکوونکيو له خپل مشره شکايت وکړ او له دندې ګوښه شو.

په يوه بله اداره کې مې کار کاوه. مېلمانه مې لرل. د ادارې مرستيال ته مې زنګ وواهه چې نه‌شم کولای دندې ته در شم. هغه دومره جديت وکړ چې مېلمانه مې پرېښودل او چې دفتر ته لاړم هر څه عادي روان وو. مسوول کس فقط له خپل جديته خوند اخيسته.

که د يوې ادارې مشر يا مرستيال د خپل کارکوونکي غوښتنې او مجبوريتونه درک نه کړي، لويه غلطي کوي.

موږ په خپلو دولتي او نا دولتي ادارو کې تقريباً درې ډوله مديران لرو. د لوړې کچې مديران، د منځنۍ هغه او د ټيټې کچې مديران. دا په ترتيب يو بل ته ځواب ويونکي دي.

خو د لوړې کچې مدير مو مستقيماً د ټيټې کچې مدير څخه کار غواړي او د کار غوښتلو لپاره له هر ډول اسلامي او ټولنيزو اخلاقو سرغړونه کوي. غصه کېږي. د مراجعينو مخ ته داسې بدرنګې خبرې وکړي چې د همدغو مراجعينو چې د ټولنې عام خلک دي هم د ادارې پر مشر بې باوره شي او د ده پر وړاندې بيا منفي تبليغ کوي.

کلونه وړاندې مې يوې په يوه اداره کې کار کاوه. د کورنۍ غړي مې راغلل، زه چې د دفتر د مشر سره د هغه په کاري خونه کې وم؛ نو زما د کورنۍ د غړو مخ ته يې ماته جدي امرونه وکړل. ظاهراً يې داسې ښودل چې ګواکې جدي مشر دی خو زما د دوستانو مخ ته يې زما تر څنګ خپل شخصيت هم ټيټ کړ.

موږ بايد اداري نزاکتونه مراعت کړو. اداري نزاکتونه مو سره له دې چې تر منځ مينه ډېروي بلکې په کارونو کې لا همغږي او ښه والی هم راولي.

يو ښه اداره ‌چې او ښه مشر بايد عالي اخلاق ولري. د غوره اخلاقو په مرسته بايد خپل مراجعين ډېر کړي او دومره نيک چلند بايد وکړي چې د ټولنې لپاره د نيکنامي بېلګه شي.

ما چې کلونه کلونه په بېلابېلو ادارو کې کار کړی دی، که په کومه اداره کې په لوړ بست هم مقرر شوی يم؛ نو د ادارې له ټيټ پوړي مديره مې هم ځان ټيت بللی دی. ښايي دا د انسانيت تقاضا وي، خو ماته يې دا کړاو پيدا کړی چې د ادارې هر کارکوونکی را باندې تېز راغلی او ټيټ يې بللی يم.

که د يوې ادارې مشر د ټيټې کچې مدير سره هم په نزاکت خبرې وکړي؛ نو هم به ټيټ پوړی مدير خوشاله وي او هم به خپل کار کې اخلاص وښيي، ګني د اداري اصولو له مخې حق نه لري چې مستقيماً له ټيټ پوړي مديره د کار غوښتنه وکړي. دی کولای شي د منځنۍ کچې له مديره کار وغواړي.

زه فکر کوم، په ډېرو ادارو کې موږ تر اوسه نزاکت نه مراعتوو. رسميات مو تر ملګرتيا او خپلتيا قرباني کړي دي.

په اداره کې بايد موږ د رسمياتو او اصولو تابع شو. دلته بايد د ملګرتيا او خپلوي اړيکه ونه پالو، ګني کارونه به مو له خنډ سره مخ وي.

ما د ليکنې سرليک دفتري ادبيات ټاکلی، هدف مې په دفتر کې مودب اوسېدل او د دفتري نزاکتونو او اصولو مراعتول دي.‎