دلارې خنډونه (له پنده ډکه کيسه

راټولونکی: جودت کلچ

پخوا وختونو کې یو پادشاه دماڼۍ ساتونکو ته فرمان ورکړ چې ماڼۍ ته څیرمه په لاره کې یوه غټه تیګه کیږدي،ساتونکو دغه کار سرته ورسو. پادشاه هم له ماڼۍ څخه په ننداره شو.

د مملکت شتمن تجاران،دکاروانونو قوي مشران او د ماڼۍ کارکوونکي له سهره تر غرمې یو یو راغلل.ټول د تیګې له خوا څخه تیرشول ماڼۍ ته ولاړل حتی اکثرو په پادشاه انتقاد هم وکړه: له خلکو دومره مالیات هم اخلي،مګر دلاروخنډونه نه پورته کوي.

په پای کې یو کلیوال چې ماڼۍ ته یې میوه او دانه وړه راښکاره شو.

د شا کجاوه یې راښکته کړه،په دواړه لاسونو یې تیګې ته غیږ ورکړ په ټیل وهلو خواري اوزحمت یې تیګه له لارې څنډې ته کړه.کجاوه یې پورته کړه سم دورتګ په حالت کې و چې سترګې يې دتیګې په پخواني ځای کې په یوه کڅوړه ولګیدې.ورغی کڅوړه یې راپورته کړه خلاصه یې کړه……..

کڅوړه له سروزرو ډکه وه.او یو د پادشاه خط هم وه چې پکې…”سره زر د هغه چا دي چې تیګه يې له لارې بیرته کړې” لیکلي وه.

کلیوال یو ستر عبرت راپورته کړ… هغه پوه شو چې…

هر خنډ د ژوند د ښکلا لپاره یو نوی فرصت دی!!!