په لغمان کې د ننګرهار اولغمان ولایتونو د ورزشي فدراسیونونو د اتحادیو له لورې د ولیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ چې د لغمان او ننګرهار د فدراسیونونو د اتحادیو په ګډه همکارې تر سره شوې موخه یې د ورزشکارانو تر منځ همغږي ښودل شوې.
د ننګرهار ولایت د فدرسیونونو د اتحادې د معلوماتو په اساس چې یادې سیالۍ یې د لغمان په مرکز مهترلام کې تر سره کړې او زیاتوې چې د روژې تر ختمیدو وروسته به په ننګرهار کې هم ورته دوستانه سیالۍ ترسره کړې.