دلنډۍ او دوبیتي پرتله!- پوهندوی لال پاچا ازمون

سریزه

دپښتو لنډۍ او دري دوبیتي پرتله دمنځپانګې، انځورونو، بدیعي اوهنري اړخونو، لفظي، معنوي او عروضي جوړښت له مخې تر سره کېږي. په دې لیکنه کې هڅه کوو چې لومړی لنډۍ او بیا دوبیتي په بشپړه توګه څرګنده کړو، له څرګندونو به پخپله دا راووځي چې دغه دواړه فولکلوري لوړې هنري شعري بېلګې یو له بل سره څه توپیر لري که نه؟

څرنګه چې جوته ده لنډۍ اوفارسي ولسي دوبیتي له بنسټه فولکلوري شعري ارزښتونه دي، ویناوال یې هم څرګند نه دی. ددغو دواړو ارزښتونو ترمنځ یو لړ ځانګړنې شته چې دغه منظوم له شعري جوهره ډک فورمونه سره پرتله کړو.

نو په لومړي سر کې به ددوی پېژندنه وړاندې شي، بیا به یې دجوړښت له پلوه بېلابېلې خواووې څرګندې شي، ددغو خواوو په شنلو او ارزولو سره به ددوی ترمنځ ورته والی او توپیر هم په ګوته شي.

موخه:

له دې لیکنې څخه زموږ یوازینۍ موخه داده چې دولس له منځه راپورته شوي دغه منظوم فورمونه څه ارزښت لري، یوه له بله سره څه ورته والی لري او که نه؟ له څه امله دغه دوه شعري فورمونه په خلکو کې مشهور دي؟ په دغو دوو فورمونو کې کومې ځانګړنې شته چې دهغوي له مخې یې له نورو فولکلوري منظومو شعرونو سره توپیر کېدلای شي. دا چې دغه بېلګې څنګه رامنځته شوي دي او کوم هغه اړخونه یا ځانګړنې دي چې دا یې له نورو جوت او خوندور کړي دي.

اصله موضوع:

لنډۍ دپښتو هغه فولکلوري یا ولسي ادب لوړ شعر دی چې دولس له خوا دولس په ژبه او دولس په منځ کې زېږېدلی دی، توکي یې ولسي یا پښتني دي، په همدغو توکیو دخپل چاپیرچل هنري انځور وړاندې کوي.

دوبیتي هم دلنډۍ په څېر هغه منظوم شاعرانه کلام دی چې دولس په ژبه، دولس له خوا دولس په منځ کې زېږېدلی دی او دخپل چاپېرچل هنري انځور په کلیواله یاولسي ژبه وړاندې کوي.

د لنډۍ د زوکړې مهال دفولکلوري اصل پر بنسټ پوره جوت نه دی، خو په لنډه او ګنډه وینا کې دبېلابېلو زمانو او پېښو هنري انځور وړاندې کوي.

دوبیتي هم دلنډۍ په څېر دفولکلوري اصل له مخې دزوکړې کوم ټاکلي مهال نه لري خو له لنډۍ سره یو توپیرلري چې په دوو بیتونو یا څلورو برابرو مېسرو کې دبېلابېلو زمانو، ځایونو اوپېښو هنري انځور په لوړ ذوق او شاعرانه ژبه وړاندې کوي.

دلنډۍ ویونکی هم د فولکلوري اصل له مخې څرګند نه دی، په یوه سیمه کې دیو چا له خوا رامنځته شوې، همداسې کور په کور، کلي په کلي، دېره په دېره، اوجره په اوجره ، بانډه په بانډه او سینه په سینه ګرځېدلې، دبېلابېلو سیمو اوبه یې څښلي، دبېلابېلو وختونو په غېږ کې رغړېدلې او همداسې یې دخلکو په خولو او سینو کې ژوند کړی دی.

د دوبیتي هم دلنډۍ په څېر دفولکلوري اصل له مخې ویناوال مشخص نه دی، دخلکو په خولو او سینه په سینه له یوې سیمې بلې سیمې ته لېږدېدلې او دبېلابېلو وختونو او سیمو اوبه یې څښلې دي چې پر همدې بنسټ یې رنګ او خوند موندلی دی.

لنډۍ دانساني ژوند وژواک یو هنري تفسیر دی چې په عاطفي، تغزلي اومترنمه ژبه په لوړه او کره بڼه دپښتني ټولنې احساسات، توره ننګ، مسافري، غوښتنې هیلې او کړه وړه وړاندې کوي، دښځې او مېړه ترمنځ کورنی ژوند، پښتني دودونه او ځانګړي مراسم راخلي.

رېباره ورشه ورته وایه که دبدیو زور لرې درسره ځمه

جانانه ویښ یې که ویده یې ستا تر کوټې مې لاس تړلې تېروینه

په وینو رنګ توره دې راوړه راشه په سرو شونډو یې زه درپاکومه

که تور وربل مې میراتېږي په پښتو ننګ دی جانان نه منع کومه

په لنډیو کې دښځې دریځ او محرومیت یوه هنري تابلو وړاندې کوي، دا چې لنډۍ خوږه لګي یو لامل یې هم دادی چې دټولنې دیوې محرومې طبقې دزړه غږ را اخلي، دپښتنې تور سرې او پېغلي دهیلو ترجماني کوي:

درنجو ګوډی مې ساتلی دموزیګي په مرګ به سترګې تورومه

پرېږده چې بند په بند مې پرې کړي ماچې دژڼیو یاري کړه مرګ ته ورتلمه

خاونده پلار مې لېونی کړې داشنا غېږ پسې ړنده شبکوره شومه

زما ادې دادا ته وایه خوشاله نه یمه له ناکامه کور کومه

دوبیتي هم دغه ځانګړنې لري، په دوبیتیو کې له ښځینه احساسه زیات نارینه احساس په عاطفي، تغزلي او مترنمه ژبه انځور شوی دی، په دوبیتي کې دلنډیو په څېر کورنی اوولسي ژوند، کلیوال دودونه او اخلاق، مذهبي اړخونه او ځانګړي دودییز مراسم انځور شوي دي.

((الا دختر بیبین روی خدا را

سواری می کنی اسپ سیاه را

اګر یک دم به پهلویم بشنی

زیارت می کنی خانی خدا را)) (۴: ۱۶)

++++

((مسلما نا بیبین دخترک را

سیه کرده دوچشمانی خورترک را

مسلمانا به دختر دل نبندین

که بازی می دهد چرخ فلک را )) (۴: ۲۵)

په لنډیو کې رښتینې وینا، لوڅه او بربنډه ژبه او مسایل انځور شوي دي. دغه مسالې هم دمحرومیت زېږنده دي.

جانانه ستا مزګۍ نشته زما همزولې زانګو ګانې زنګوینه

کاشکي چې زه دملک لور وای ما به پرتوګ دکوناټو په سر تړنه

په سپینه خوله یې غلی پرېوزه لکه بورا چې په ګل مړاوي کړي وزرونه

ټينګه مې مه نیسه په غېږ کې تي مې له خامو شیدو ډک دي وبه چوینه

جانانه بد مې اموخته کړې چې خوله درنه کړم مرور ګرځې مئینه

په دوبیتیو کې هم دلنډیو په څېر بربنډې خبرې او مسایل چې دکلیوال یا ولسي ژوند محرومیت ښيي، وړاندې شوي دي.

((بیا چن بوس از اون لبها بګیرم

یکی دوتا سه تا چار تا بګیرم

یکی دوتا سه تا چار تا چی باشه

اګر شفقت کنی صدتا بګیرم)) (۴: ۸۴)

+++++

((تر دا دیدم میان کشت ګندم

دلم خواست که دنبالت بګردم

دلم می خواست که چند بوس بګیرم

صدا کردی که استم مال مردم)) (۴: ۸۸)

په لنډیو کې دنورو اړخونو ترڅنګ دمسافرۍ بېلابېل انځورونه وړاندې شوي دي، مسافري دپښتو لنډیو یو خاص باب دی.

مسافري دې ډېره وکړه راځه راځه روضي به خدای رارسوینه

ته مسافر شوې خواره زه شوم خواره دې مور شه چې له غېږې دي شړینه

مسافرۍ خوړلې یاره قربان قربان دې له خیرنو جامو شمه

په دوبیتیو کې هم دمسافرۍ بېلابېل انځورونه وړاندې شوي دي، لامل یې دا کېدای شي چې دافغاني ټولنې غربت، بې کارۍ او دعاشق ا معشوق کورنۍ تر منځ دجګ ولور یا شرط پوره کولو لپاره مئین په خوارۍ او غریبۍ پسې اوږدې مسافرۍ ته وتلو، دوطن ارمان او دمعشوقې دین یې په زړه ورېږي، نو دغه شاعرانه غږونه له خولې راباسي:

((مسلمانا درین شهر شما یم

غریب وبیکس وبی اشنا یم

چلم پرکن بده به هر مسافر

که امشب اینجا وفردا کجا یم)) (۳: ۶۴)

وطن دې ستا وي په کې اوسه

موږ مسافر دبل وطن سبا به ځونه

+++

((خدایا زار وابتر کردی مارا

مسافر پایی کمر کردی مارا

مسافر پایی کمر هم چه باشه

رفیق زاغ وکفتر کردی مارا)) (۴: ۱۴)

دزده کړې انځور

((زیار بی وفا بیګانه بهتر

زبد اصلان سګی دیوانه بهتر

اګر صد سال مکتب خوانده باشی

ز علم بی عمل نا خوانده باشی)) (۴: ۵۳)

لنډۍ:

چې علم وی عمل یې نه وي

لکه په خره باندې چې بار کړې کتابونه

زما دې علم په کار نه دی

داباسین څپې دې یوسه کتابونه

طالبه خدایږو به ملا شې

په کتاب پروت یې یادوې شینکي خالونه

مذهبی اړخونه:

((محمد نقش می بنده هوا را

به دس داره قلمدان صدا را

به فردا قیامت روز محشر

شفاعت می کنه شاوګدا را)) (۴: ۱۰)

لنډۍ:

چې خدای قاضي رسول شفی شي

هلته به پېش کړم دعاشقو درخواستونه

په عاشق بد مه وایی خلکو

عاشق خو خدای و محمد یې پیدا کنه

الف الله ج جبرائیل دی

م محمد دی دالله سلام ته ځمه

دوبیتی:

((رسول الله مدد می خواهم از تو

ز اول تا ابد می خواهم از تو

شب اول که من مهمان ګورم

کلمه در لحد می خواهم از تو)) (۴: ۱۲۸)

لنډۍ څو نومه لري ، مېسره ، ټپه او ټیکۍ بلل شوې . د لنډۍ د نوم په باب بېلابېل تعبیرونه وړاندې شوي دي خو دوبیتي هم پرته له دغه نومه د( ترانه او فهلویات) په نومونوهم یاده شوې ده، ددغو نومونو په باب کوم روایت زما تر سترګو نه شو، خو دلنډۍ بېلابېل نومونه په ولس کې یو لړ روایات هم لري ((…په خپله د لنډۍ په باب یو روایت دادی چې لنډۍ د هغه مار له نوم څخه اخستل شوی نوم دی چې دوه سره چیچل کوي ، ددغو چیچلو اغېز زیات وي .

زلفې مې مه لنډوه مورې

مار چې لنډی شي دوه سره خوله لګوینه .

دا یوه لنډۍ ده ، په دې لنډۍ کې د زلفو ارزښت او ښکلا څرګنده شوې ، نو لنډۍ هم په همدغه لنډ بحر کې یو بېل ارزښت او ښکلا لري .

دلنډۍ نوم پخپله په لنډیو کې هم راغلی دی:

لنډۍ کوه او بیا یې لیکه چې په ټولي کې شرمېنده نه شې مئینه

مېسره :

دا هم دلنډۍ یو نوم دی ، یو روایت دا دی چې دا د یوې تورې له صفت څخه اخستل شوی نوم دی ، مصرۍ توره یو نوم دی ، هغې تورې ته ویل کېږي چې تېره او برېښنده وي .

بل روایت دادی چې مېسره له مصرع څخه اخستل شوې ، همدارنګه دغه مصرع په مصرې اوښتې ده ، مصره خواږه یا چیني ته وايي نو په لنډۍ کې خواږه زیات وي .

مېسره دمېسرې یا لنډۍ په ژبه:

مېسرې په هغه چا اثر کړي چې یا مین وي یا خو ورک له ملکه شینه

مېسرې په هغه چا اثر کړي چې یا مین وي یا یې پېغله ناسته وینه

مېسرې دي ډېرې څو به یې وایم ترڅو یې وایم دزړه درد مې زیاتوینه

ټیکۍ :

دا د لنډۍ بل نوم دی ، ټیکۍ له ټیک اخستل شوی دی ، ټيک هغه ګاڼه ده چې پرتندي را ځړېږي او ښکلا یې د ټولو پام ځانته را اړوي ، نو لنډۍ هم هغه ټیک دی چې په شعري فورمونو کې د خلکو زیات پام ځانته را اړوي او ښکلې ده .

ټیکۍ دټیکۍ یا لنډۍ په ژبه داسې یاده شوې ده:

ټیکۍ مې ډېرې درته وکړې په لااله الاالله یې ختمومه

ټپه :

ټپه دټپې په ژبه داسې یاده شوې ده:

دټپې وار راسره کېده ماته بې واره ټپې خوند نه راکوینه

دا نیمه شپه ده ټپې خوند کړي څوک به مین وي څوک به ورک له ملکه وینه

دا نیمه شپه ده ټپې وایه څوک به مین وي څوک به ورک وي له وطنه

دټپې وار درباندې راغی شفتل خورکې رنګ دې زېړ وتښتېدنه

ټپه له ټپ څخه اخستل شوی نوم دی ، ټپ د دوه لاسونو له لګېدو رامنځته کېږي او هم ټپ د یو سخت ګوزا له امله رامنځته کېږي او هغه ځای شین اوړي . ټپ د هېرېدو نه وي ، د پېغور ټپ خو بیا عمري وي ، دغه ټپ چې د لاس له ټپېدو څخه اخستل کېږي ، دا هم د دوه لاسو له اوازه را وځي ، لنډۍ هم د دوه مېسرو یو اهنګین غبرګون دی.

بل روایت دادی چې سندرغاړي ددغه صنف دویلو پر مهال دزیات اغېز له امله یو غوږ په یولاس ټپوي او له یاقربانه وروسته ټپې ته ځان جوړوي.

دا هغه څرګندونې ديٍ چې کوم علمي استدلال نه لري ، خو فولکلوري روایتونه دي ، کېدی شي دې ته ورته نور روایتونه هم موجود وي .)) (۲ :۶۲)

دلنډۍ جوړښت:

لنډۍ ځانګړی موسېقیت یا ریتم لري، دپښتو څپیز خجیز وزن پالي، لومړۍ مېسره یې نهه څپې او دویمه یې دیارلس څپې ده. تونیک جوړښت یې داسې دی چې په لومړۍ مېسره کې ځلورمه او اتمه مېسره یې خجنه ده او په دویمه مېسره کې یې څلورمه، اتمه او دولسمه څپه خجنه ده.

توتان پاخه مماڼې تورې

زه د موزي د ډوډۍ څه پروا لرمه

تو ــ تان ــ پاــ خه ــ م ــ ماــ ڼې ــ تو ــ رې

زه ــ د ــ مو ــ زي ــ د ــ ډو ــ ډۍ ــ څه ــ پر ــ واــ ل ــ ر ــ مه

دویمه مېسره یې په ( ونه، یینه، ئنه، نه، مه، ه) وروستاړو پای ته رسي، همدغو وروستاړو ددغې شاعرانه وینا موسېقیت او ښکلا زیاته کړې ده.

ونه :

په لوړو غرو د خدای نظر دی

په سر یې واورې وروي ، چاپېر ګلونه

ینه :

مازیګری دی ښېرې مه کړه

ته به د ناز ښېرې کوې ، امین به شینه

نه :

زما په رنځ جانان خبر دی

دارو خو نه کړي ، تش مې نه کوي پوښتنه

مه :

د یار مې پېغله خور په کور ده

نیستي د ورور ده ، چې بدله ورسره شمه

دلنډۍ دویمه اوږده مېسره مانا او انځور بشپړونکې مېسره ده. که دا مېسره ونه ویل شي نو لومړۍ مېسره یوازې بشپړه مانا او مفهوم نه شي رسولای.

زه به دې مورته زاري وکړم

دا مېسره په یوازې ځان انځور یا مفهوم نه بشپړوي خو چې دویمه مېسره ورسره مله شي نو انځور او مفهوم بشپړ شي:

پلار دې ظالم دی د ولور تمه کوینه

لنډۍ په خپلې تنګې ۲۲څپیزې غېږکې لکه سین په کوزه کې ځایوي.

لنډۍ په همدې جوړښت کې بشپړه مانا او مفهوم رسوي، مشبوع شعر دی، نورې زیاتونې یا کمونې نه مني، که پر لنډیو څوک څه ورزیاتوي، هغه ددې مانا لري لکه په یوه پاخه دېوال پورې چې څوک خټې تپي.

ددوبیتي جوړښت:

دوبیتي لکه څنګه چې له نامه ښکاري، دوه بیته یا له څلورو مېسرو جوړ شوی شعر دی، دوزن دجوړښت له مخې بیا د دری فارسي ژبې دنظم دجوړښت اصل پالي، دلنډۍ په څېر څپیزخجیز یا سېلابوتونیک وزن نه لري، بلکې دعروضي وزن پر بنسټ رامنځته شوی منظوم کلام دی. (( دوبیتي کوم ځانګړی او منحصر وزن نه لري که څه هم شمس قیس رازي د (( العجم فی معاییر اشعار)) کتاب لیکوال ویلي دي چې دترانې وزن (( مفاعلین مفاعیلن فعولن)) یعنې محذوف مسدس هزج او یا مقصور مسدس هزج دی چې (( مفاعیلن مفاعیلن مفاعیلن)) دی، په دې بنسټ لیدل کېږي دکتاب المعجم لیکوال دوه بیتي یا ترانې په عروضي وزنونو سنجولي او ځینې نامعمول زحافات ( غورځېدنې) چې یې په کې پیدا کړي، سیمه ییز شاعران یې ددې ډول ښوېیدنو عاملین ګنلي دي، همدارنګه هغه شمېر دوه بیتي ویونکیو ته هم لېدېدلي دي چې له نوموړو وزنونو څخه یې تېری کړی دی. په داسې حال کې چې دشعر وزن دویناوال په لیوالتیا پورې اړه لري او په کلام کې دوزن قواعد ازلي حکم نه دی چې له هغو تېری ګناه وګڼل شي، څرنګه چې دوه بیتي زیاتره دنالوستو یا کم لوستو کسانو له خوا ویل شوي، له دې امله یې په وزنونو او بحرونو کې ډېر تغییرات لیدلی شو…)) (۱ : ۷۴۳)

خو له دې څرګندونو سره سره یو شمېر لیکوالو بیا ویلي چې دوبیتي د محذوف مسدس هزج ( مفاعیلن، فعولن) بحر را اخلي، ټولې دوه بیتۍ پر همدې وزن ویل شوې دي.

(( درختای سر/ بلن سر شی/ وه ګردد

مفاعیلن / مفاعیلن / فعولن

درختای خور/ ترک پرمی / وه ګردد

مفاعیلن / مفاعیلن / فعولن

اګر از آ / سمان دختر/ ببارد

مفاعیلن / مفاعیلن / فعولن

بشینم تا / ګل من بی / وه ګردد

مفاعیلن / مفاعلین / فعولن )) (۴ : ۱۲)

دوبیتي مقید وزن لري او مقفی کلام دی، لومړۍ، دویمه او څلورمه مېسره یې هم قافیه وي.

دوبیتي دفولکلوري ادب ځانګړنې لري نو پر همدې بنسټ ویلای شو چې دغه ولسي شعر تر دعروضي شعر تر رامنځته کېدو له مخه زېږېدلی دی او له یوه نسله بل نسل ته همداسې په میراث راپاتې دی. ویل کېږي چې دغه شعر په لومړی کې هجايي وزن لاره خو دوخت په تېرېدو سره همدغه هجايي وزن دعروضي وزن پر تله وتلل شو.

دوبیتي که درباعي په څېر څلور مېسرې لري، خو له فارسي رباعي سره یې توپير دادی چې(( که ددوو بیتو ټوټې یا مېسرې دولاحول ولاقوه الا بالله پر وزن وي، نو رباعي ده، که نه وي دوبیتي ده، … ددوبیتو دودیز وزن فهلویات دی…)) (۴ :۳۶)

ما چې کومې دوبیتۍ لیدلې دي، هغه دڅپو دشمېر له مخې یولس وې. خو تونیک جوړښت نه لري.

دلنډیو په پرتله ددوبیتیو غېږ پراخه ده، ځکه دوبیتي ټول ټال ۴۴ څپې لري، او دلنډۍ په څېر په کې دا قید هم نشته چې خامخا دې په څو همغږو وروستاړو پای ته ورسي، بلکې دلته خبره دقافیې ده، دقافیې غېږ بیا تر هغو همغږو تورویو پراخه ده.

د دوبیتي بشپړونکې مېسره څلورمه ده، که څلورمه مېسره ونه ویل شي، نو ګومان نه کوم چې یو بشپړ انځور او مفهوم به رسول شوی وي.

((جوان که ناجوان باشه گمش کو

رفیق که بدگمان باشه گمش کو

نروین درخانه ی شیخ و ملا

سرش بر اسمان باشه گمش کو)) (۴: ۱۳۱)

په دې دوه بیتۍ کې انځور او مفهوم بشپړونکې مېسره همدا څلورمه ده.

د دوبیتي موسېقي دلفظونو همغږۍ او قافیې برابره کړې ده.

(( ز عشقت ترک سر کردم چه فایده

خوده خون جگر کردم چه فایده

به خاکستر نشستم تا به زانو

خوده خاکی به سر کردم چه فایده))(۴: ۱۴۴)

په دې دوبیتۍ کې سر او جګر، سر( خاورې پر سر شیندل یوه اصطلاح ده، چې مفهوم یې دچا په غم کې ځان شریکول یا په یاد یې ژړل مانا او مفهوم ورکوي) قافیې دي او (کردم چه فایده) چې په یوه مفهوم او مانا راغلي، ردیف دی.

ددې شاعرانه وینا موسېقي همدا قافیه او ردیف برابروي، تر څنګ یې په لومړۍ مېسره کې د(ز) (ترک) (چه) کسرې، په دویمه کې د(خوده) (خون) (چه ) کسرې، په درېیمه کې د(به) (خا)(تا) (به) وروستیو غږونو او په څلورمه کې بېرته له لومړۍ او دویمې سره د(خوده) (خاکی) او(چه) وروستیوکسرو همغږۍ لفظي موسېقي برابره کړې ده.

نو له لنډۍ سره پر وزني جوړښت سربېره یو توپیر دا لري چې دوبیتي مقفی کلام دی.

دلنډۍ او دوبیتي موضوع او ویناوال:

په موضوعي لحاظ پښتو لنډۍ او ددري دوبیتي زیاتره مهال دمینې، لطف، ټولنیزې خواووې ، تاریخي مسالې، ناخوالې او محرومیت رااخلي.

لنډۍ زیاتره مهال دښځینه وو له خوا ویل کېږي، ځکه چې په پښتني ټولنه کې ښځه تر نارینه له محرومیت سره زیاته مخ وي، خو دوبیتي بیا دښځو او نارینه دواړو له خوا ویل کېږي، خو بیا هم دلنډۍ په پرتله له ښځې نه په کې دنارینه ونډه زیاته برېښي.

زما له نظره دا چې دلنډۍ ویناوالې زیاتره ښځې دي او ښځینه احساس هم په کې زیات انځور شوی دی، لامل یې دادی چې په پښتني ټولنه کې ښځې دنارینه وو په پرتله له محرومیت سره زیاتې مخامخې وي، ښځې له نارینه وو سره په غربت او خوارۍ کې شریکې وې، درد یې دواړه ګالي خو دیوازيتوب او محرومیت څپېړې تر نارینه وو ښځې زیاتې پر مخ خوري، په پښتني ټولنه کې دعاشق او معشوقې ددیدنونو لپاره ځایونه او پلمې هم شته، لکه درواخلې ګودر دلارې سر

دلته جنۍ دخیر په غونډه نه کېني او نه دمړې خېټې پاړسي غږوي، بلکې زیاتره دردونه جنۍ ګالي.

جنۍ د خپل لالي په مسافرۍ ژاړي او باران ته دسوال ځولۍ نیسي چې:

بارانه ورو ورو پې ورېږه په مسافر اشنا مې نشته دالانونه

که باران اوري ودې اور واورې دې نه اوري چې لارې بندوینه

باران دځمکې ابادي ده شیرینه یاره زه په تا اباده یمه

هلک یا عاشق بیا باران ته په دې دعا یا غوښتنه دی:

بارانه ورو ورو را ورېږه لیلا سالو لرې کوي لمده به شینه

بل نارینه په غریبۍ او خوارۍ پسې ورک وي، دجنۍ دپلار په شرطونو او ولور پوره کولو پسې پیسو پیدا کولو لپاره لرو لرو وطنونو ته وځي:

دهندوستان په میرو ورکه تر ګل نازکه یاره خدای به دې ساتینه

دهندوستان په میرو ورکه راځه راځه روضي به خدای را رسوینه

دوبیتۍ کې بیا معشوقه خپله همدردي داسې بیانوي:

((سفر کردی، سفر دور کردی

مرا از دوریت رنجور کردی

خودت رفتی برای مال دنیا

دلم را خانه زنبور کردی)) (۴: ۱۷۳)

څو چې دا شنه غنم لو کېږي ما به لالی په ژړا ستړې ستړې کینه

یو کال به نوره درته کېنم زیارت خو نه یې چې جنډې به دې ساتمه

ددوبیتۍ ویناوال بیا دښځینه وو په پرتله زیاتره نارینه وي، لامل یې دادی چې جنۍ دکبر او ښایست په نیلي سپره ده او دمړې خېټې پاړسي وايي، دعاشق زحمت ته نه ګوري، ټول تکلیف په هلک تېرېږي، دغربت په منګولو کې هم یوازې او یوازې عاشق نغښتی وي، بل دا دلته په کلیوالو سیمو کې جنۍ له کوره دوتلو کومه پلمه او لاره نه لري، دلته ددواړو لوریو دجدایۍ یو څو شاعرانه بېلګې لیکو:

(( الا دختر، بیا با بستر مه

بیا با بستر بی دلبر مه

دمی که جان خود باحق سپردم

خودت یاسین بخون بالای سر مه)) (۴: ۱۴۴)

لنډۍ:

سورت یاسین را باندې وایه

په ما خولې دځنکدن راغلي دینه

++++

(( قلم! نوک تو ام بردیده یومی( بردیده من)

زبونچک، با دل رنجیده یومی

قلم از دست من افتاده جانا

قلم، کاری ګر سنجیده یو می)) (۴: ۱۷۰)

لنډۍ:

خط مې لیکلو ته رایاد شوې

قلم مې مات شو کاغذ اوښکې تویوینه

+++

((به پشته ی لاله وایم( نام جای) از جدایی

به رنگ کهر بایم از جدایی

همه می گن(می گویند) جدایی کن جدایی

به مرگ خود رضایم از جدایی))(۴: ۱۷۳)

لندۍ:

جدايي مه راولې خدایه

مرګ مې قبول دی جدايي نه قبلومه

+++

نشسته در کمین من جدايی

غم قلب حزین من جدایی

کشیده کاتب قدرت قلم را

نوشته باجبین من جدایی

لنډۍ:

بیلتون په لوړه غونډه ناست دی

قلم په لاس دی دوه یاران جدا کوینه

+++

خو د نارینه وو ترڅنګ لکه څنګه چې په لنډیو کې دنارینه وو احساس شریک دی، او دهغوي له خولې ویل کېږي، همداسې دوبیتیو پّ ویلو کې ښځینه احساس هم ځان ګډوي.

دوبیتي:

شمال امد شمال شال مرا بورد

تلاشي امد ویار مرا بورد

الهی تلاشی خیر نه بینه

همو(همان) یاری وفارار مرا بورد

لنډۍ:

همدا احساس بیا په لنډۍ کې هم دښځینه له خولې را څرګندېږي چې له خپل معشوق سره دمینې څرګندونه کوي:

په عسکرۍ دې خپه نه یم

خپه په دې یمه چې ګوشتې دې لېږینه

+++

دوبیتي:

سفید هستي مه پوش کالای سیاه را

به جلوه میکوشی ظالم تو مارا

به جلوه میکوشی خون دارو میشی

جوان هستم بیبن روی خدا را

لنډۍ:

دسپینو او تورو جامو ذکر بیا په لنډیو کې په دې احساس شوی دی:

څنګه په سپینو جامو ګرځې

رب دې عاش که چې خیرن دې ووینمه

+++

تورې جامې واچوه یاره

تورې جامې درسره لا مزه کوینه

دلنډۍ او دوبیتي ښکلاییزې خواووې:

لنډۍ دپښتو شعر هغه هنري انځوریز کلام دی چې په لوړه ادبي قریحه، فصاحت، بلاغت رامنځته شوې ده او په ادبي نازکخیالۍ لوړ هنري ذوق دژوندانه بېلابېلې خواووې په طبعي او عاطفي ژبه وړاندې کوي.

دوبیتي هم دلندیو په څېر ادبي نارکخیالي لري او دولس لوړ ذوق، پاک احساسات او دژوندانه بېلابېلې شېبې په هنري او عاطفي ژبه وړاندې کوي چې له همدغو انځورونو دټولنې دوګړیو ذوق او غوښتنې څرګندېږي.

په لنډیو کې خوځنده یا حسي انځورونه چې دانساني ژوند اړخونه څرګندوي ډېر ښکاري. په دغو هنري او شاعرانه انځورونو کې له باد، سپوږمۍ، لمر، کاڼو، بوټو، ګودر، منګي او په ټوله کې له ناشعوره څېزونوسره خبرې کېږي.

دمازیګر زېړیه لمره! په روغو وایه درنځورو سلامونه

ځمکې دخدای روی مې دروړی چې خاورې نه کړې نازولي صورتونه

د دامان باده یار ته وایه دځنکدن سلګۍ وهم تا یادومه

سپینې سپوږمۍ حال راته وایه چې مې جانان مجلس له چاسره کوینه

سپوږمیه سر وهه راخېژه یار مې دګلو لو کوي ګوتې رېبینه

 

دغه انځورونه په دوبیتیو کې هم ځان راښيي.

دهنري ارزښت له مخې موږ دوه ډوله لندۍ او دوبیتي لرو:

۱: هغه لنډۍ او دوه بیتۍ چې په مصنوعي توګه رامنځته شوي یا بدیعي ښېګڼې یا ادبي صنعتونه یې مصنوعي وي.

خبرې کړې شونډې دې رېږدي

لکه سورګل چې د سبا شمال وهینه

+++

((جدای های تو ای نور دیده

قد شمشاد ما را خم کشیده

چنین بی رحم اندر دار دنیا

نه کس دیده نه کس اصلا شنیده))(۴: ۱۳۶)

لنډۍ:

قد دې شمشاد زلفې دې پاڼې

دا نرۍ وروځې دې کوکنار کرلې دينه

۲: هغه لنډۍ او دوبیتۍ چې له ادبي صنعتونو پرته رامنځته شوي وي او یو ښکلی طبیعي انځور وړاندې کړي، په لنډیو کې دغه برخه درنه ده او له دې برخې نه دخلکو لوړ ذوق او هنري استعداد ښکاري. لکه څنګه چې دغه شعرونه طبیعي او دولس له پاک زړه راوتلي دي نو بڼه یې هم طبیعي وي.

خبرې لنډې لنډې وکه

دلارې سر دی څوک به ځي څوک به راځینه

په دې لنډۍ کې اوس کوم ادبي صنعت نه شته، خو د یوځانګړي حالت انځور وړاندې کوي.

((خدایم سال پار سال بیاره

به تنګی کوچ مالداره( کوچي) بیاره

به تنګی کوچ مالدارم چی باشه

همون( همان) سبزه خالداره بیاره) (۴: ۱۷۳)

اسطوره:

اسطوره هم په ولسي ادب کې یو ځانګړی ځای لري، اسطوریي کیسې زیاتره ولسي رنګ لري. په لنډیو او دوبیتیو کې (دپیري یا جن، ښامار،دېب، سیمرغ او…) اسطورې ډېرې تکرار شوې دي، اسطوره هم دولس دذهنیت زېږنده ده، نو پر همداې بنسټ هغه څه چې دولس له خوا رامنځته شوي وي او په ولس کې مشهور وي، هغه دولسي یا فولکلوري دادب په بېلابېلو ژانرونو کې ځان راښيي:

هځولو ننګ راباندې وکړئ

په تور دېبي مې ودوي ژړا راځينه

دتا په سترګو کې پیریان دي

چې په تا راشي جوټې ماته راکوینه

دښاپیرو په کلي راشه

چې په سورکو شونډو دې تنده ماته کړمه

بدرۍ جمالې باکمالې

دناز دلالې په خندا دې ستي کړمه

بېلتون ښامار په لارکې پروت دی

دپاړوګر اشنا مې هېر شول منترونه

دې ته ورته په یو شمېر نورو لنډیو او دوبیتیو کې هم دغه اسطورې په لنډیو او دوبیتو کې انځورشوې دي.

پایله:

ددې لیکنې پایله دا راوځی:

لنډۍ او دوبیتي په لویه کې دولسي ادب دوه منظومې ویناوې دي چې په یو ټاکلي وزن کې خبرې دهنر په ګاڼه ښایسته کوي.

لنډۍ زیاتره مهال دښځینه احساس او دوبیتي تر ښځینه دنازیننه وو احساس زیات څرګندوي.

په لنډیو او دوبیتیو کې دافغان ولس احساسات، عواطف او غوښتنې په انځوریزه بڼه وړاندې کېږي.

لنډۍ او دوبیتي دواړه دولس په ژبه رامنځته شوې دي، خو دټولنې له پرمختګ او علمي کېدو سره دغه دوه ولسي ژانرونه، زموږ باسوادو شاعرانو هم پاللي دي.

دلنډۍ او دوبیتي بل لوی صفت دادی چې دفولکلوري اصل له مخې یې ویناوال او زمانه مشخصه نه ده.

لنډۍ په ولس کې په څو نومونو( مېسره، ټپه،ټیکۍ) یادېږي. دوبیتي په ولس کې دترانې په نوم هم یادېږي، چې دغه نوم یې له ټنګ ټکوره خپل کړی دی، ولسي سندرغاړو به سرود یا ترانه ورته ویلې، څرنګه چې دا دخلکو مال دی او په کلیو کې رامنځته شوی دی، نو همداسې هماغه کلیوال ارزښتونه یې هم ساتلي دي.

ماخذونه:

۱: آریانا دایرته االمعارف.( ۱۳۸۹). دافغانستان دعلومو اکاډمي. کابل: نبراسکا مطبعه

۲: ازمون، لعل پاچا.( ناچاپ). دپښتو فولکلوري ادبیات

۳: ازمون، لعل پاچا.( ۱۳۹۳). دافغانستان دفولکلور سرچینې. ختیزې سیمې لیکوالو اوژورنالېستانو خپلواکه ټولنه. پېښور: دانش چاپخونه

۴: ساقي، نبي.(۱۳۸۸). دوبیتي های مردميي غور. کابل: انشارات سعید