دماشومتوب یوه ترخه خاطره!

لنډه کیسه

دماشومتوب د وخت له خاطرو له جملې مې دپلار دخولې دا خبره هیڅ نه هیریږي چې،راته ویلې یې وو،ګرانه زوې جانه ! ته دې خپل دمکتب او مدرسې درسونه وایه دکور ټول کارونه زه کوم،نور به له بازار څخه سودا او غوا ته واښه هم ته نه راوړې.

همداسې شپې او ورځې تیریدې پلار به می مزدوري کوله په موږ به یې ډير پام کاوه کله به مي پلار ته مزدوری پیدا شوه او کله نه خو داسی پام به یې راباندې کاوه چې هیڅ به څوک نه پوهیدل چې دا د کلی د غریب سړی ځوی د او که د خان هر ناز به یې  زما منلو پلار می هیله مند و چې له ځوی به می په راتلونکې کې یو ښه شخص جوړ شی مور مي هم راته خوشحاله وه خویندو ته به می چې کله پلار پیسی ورکولې نو هغه یې هم ماته ساتلې ځکه زه د شپږو خویندو یو ورور وم له مکتب چې کله خلاص شم نو پلار مي یو ټوټه ځمکه خرڅه کړه او ټول کلې ته یې ډوډی وکړه په کور کې ټول زیات خوشحاله و چې کواکې سختې شپی مو تیرای رالنډې شوي د کانکور امتحان می ورکړ او د خپلې خوښی پوهنځي ژورنالیزم ته کامیاب شوم په پوهنتون کې یې ښه ډوډی راکوله اوتاق هم ځکه زه له کلی راغلی وم زموږ لپاره لیله وه خو مور او پلار می راته بیا هم پیسی راکولې تر څو زه د کومی څه د کمی احساس ونه کړم

پوهنتون کې مي درسونه په ډير ښه شان سره روان و او بالاخره هغه ورځ راغله چې زما د ټولې کورنۍ هیله وه ټول ډير خوشحاله و زما د فراغت ورځ ته می د کورنې ټول غړي له ځان سره راوستل پلار می ویل ځویه مخکې به کلی کې هر چا د غریبی پیغور راکاوه خو اوس چې ته وظیفه واخلی نو بیا به ګوری هر څوک به زما خوا ته منډې راوهی مور می ویل ځویه زه به نوره د کلی هرې ښځی سره په جیګ غږ خبرې کوم خویندو می ویل وروره مخکې به هر انجلۍ په ګودرکې د خپل وروره صفت کاوه خو اوس چې زه ورته ووایم چې زما ورور تعلم کړي او ستاسو نه نو ټولې چپ شی څه نه وایې د پوهنتون د فراعت غونډه چې په یو شانداره هوټل کې نیول شوی وه راورسیدو غونډه پیل شوه او زیاتې خبرې وشوی د پوهنتون رئیس وویل موږ اوس د کال په فارغیو زده کونکو کې یو کس درته درپیژنو چې هم عمومی اول نمره او ښه خو خلاقو جایزه به ورته ورکوو په دې سره یې زما طرف ته لاس ونیوه او زما نوم یې واخیست نه پوهیږم دا څنګه شيبه وه څومره چیِغې مي له خولې نه ووتې ډير خوشحاله وم ډير زیاتو رسینو سره می مرکه وکړه پلار ته می ویل چې بیګا ته به د کلی ټول خلک زما غږ په راډیو واروې خور می ویل زر کور ته ځو چې ګودر کې جنکې خبرې کړم.

د غونډې له ځایه په راوتو کې وو چې مور می ویل چې تیار ښار ته راغلی یو لږ سودا به هم کور ته یو سو پلار می هم ورسره ومنله ښار ته لا نه وو رسیدلي چې په دي سره یو ډم شو تورې لوخړې جګې شوې نور می څه ندې په یاد خو چې کله په هوش راغلم په سترګو می توره تیاره وه چیغې می وکړی چې ماته هیڅ هم نه ښکارې د مور او پلار ژړا می تر سترګو شوه هغوی ته می وویل چې ماته څه نه ښکارې مور می وویل زویه شکر چې ژوندی یې خیردې که خپلې سترګې او یو پښه دي نشته اوس می ژوندله هغې شیبې تر اوسه په بد وضعیت کې دی او هر چاته محتاج یم ارمانونه می ارمانونه پاتی شول او د مور او پلار دناز دغه خبره مې ډیر ناهیلې کوي چې ویل به یې زما ګلالک ځوې جان به له خیره غټ خبریال وي او خلک به وایې چې دا د غریب اشرف جان ځوې دی.

پای

لیکوال:ودان مینوال