دماغي (مغزي) فلج / ثناالله صفت

په عامه توګه لومړی  د مور  پام کيږي چې بچی يې په زده کړه کې ستونزه لري، خپل سر پورته نشي نيولی، ښه کيناستلی نشي، خاپوړې نشي کولی يا تګ نشي کولی. د کوچني د حرکت د وړتيا په پرمختګ کې ځنډ (لکه د خپل بدن د توازن کنترول، د بدن د اندامونو په ښه وضعيت کې ساتلو ، او په لاره تللو وړتيا نه درلودل) د دماغي فلج Cerebral Palsy (CP)لومړنۍ نښې نښانې بلل کيږي. دا د دماغي فلج هغه عوامل دي چې پرې اخته کوچني سره د عمر تر پايه ملګري وي.

لکه له نوم څخه يې چې مالوميږي، د دې ناروغۍ اصلي جرړه د مغزو زيانمن کيدل دي. د عمر په تيريدو سره د مغزو زيانمن کيدل پرمختګ نه کوي، خو د حرکت کولو ناتواني يې کيدای شي پرمختګ وکړي، په همدې خاطر بايد دغه ناروغان د هغوی د جسمي رشد تر پايه د روغتياپال تر څارنې او مراقبت لاندې اووسي.

د دماغي فلج شدت معلولينو کې مختلف وي. په ځينو کې خو دومره شديد وي چې له زيږيدنې وروسته ژوند له لاسه ورکوي، ځينې بيا د عمر تر پايه بې حرکته وي، او ځينې يو څه حرکت کولی شي چې د منځنۍ کچې دماغي فلج معلولين بلل کيږي.

د دماغي فلج سبب

دماغي فلج يوه ناروغي نده بلکې د ناروغيو يوه ټولګه ده او هغه مهال رامنځته کيږي د ماشوم مغز ته زيان ورسيږي. دماغي زيانونه کيدای شي له زيږيدو وړاندې، د زيږيدنې پر مهال يا حتا کيدای شي له زيږيدو وروسته د ماشوم مغز زيان وويني. هغه کوچنيان چې د زيږيدنې پر مهال يې مغز کمزوری وي يا هم د کوچني وزن کم وي، د دغې ناروغۍ ګواښ ورته زيات دی.

د دماغي فلج سببونه د وخت پر بنسټ پر دريو برخو ويشل شوي.

مخکې له زيږيدنې سبب: کله ماشوم د مور په ګيډه وي او د کوچني مغز په سم ډول تشکيل نشي. په دې وخت کې چې ماشوم لا زيږيدلی نه وي د ژينيټيکي (ارثي) ناروغيو، يا هم مور په ويروس ککړه شي.

د زيږيدنې پر مهال سبب: د زيږيدنې پر مهال د کوچني مغز ته اکسيجن ونه رسيږي نو د هغه مغز ته نه جبرانيدونکی زيان رسيږي.

له زيږيدنې وروسته سبب: دماغي عفونت، د يو څه وخت لپاره د نوي زيږيدلي ماشوم مغز ته د اکسيجن نه رسيدل، د ضربې او ټکر له امله په مغز کې د وينې تويدل، کله چې کوچنی په ځمکه غورځي او سر ته يې ضربه رسيږي، ځکه په دې وخت کې د کوچني مغز ډير زيان منونکی او نازک وي.

د دماغي فلج نښې نښانې

د دماغي فلج نښې نښانې کيدای شي شديدې، خفيفې يا هم په منځنۍ کچه يا متوسطې وي او په بيلابيلو بڼو راڅرګندې شي.

د بيلګې په توګه

  • غضلات شخيږي. په دې مانا چې ماشوم بې حرکته پروت وي، يعنې د بدن غړي يې حرکت نه کوي. کله چې د ماشوم زنګون غځوئ نو شخيږي او مقاومت ښيي. تاسې داسې فکر کوئ چې ماشوم خپله پښه شخه کړی ده او مقاومت کوي.
  • عضلات په پوره ډول شل کيږي. داسې چې کله د کوچني لاس يا پښه غځوئ يا راټولوئ نو بې حسه درته ښکاري او هيڅ حرکت پکې نه احساسوئ. همداراز د ماشوم د بدن غړي شل او نري وي.
  • کله چې ماشوم حرکت کوي، د بدن توازن نشي ساتلی. کله چې په لار روان وي، نو غير منظم تګ کوي.
  • د دماغي فلج يو شمير معلولين کيدای شي د ذهني وروسته پاتې والي سره مخ وي. کيدای شي د سختې رويې لرونکي اوسي يا هم کيدای شي د ليدلو له ستونزې سره مخ وي.

له وخت نه مخکې زيږون، سخت زيږون، د مور تي رودلو پر مهال د زياتو لاړو (توکاړو) ساليويا له لاسه ورکول هم د دماغي فلج معلوليت نښې نښانې بلل کيدای شي.

د خپل سر په ټينګولو کې ځنډ (معمولا کوچنيان خپل سر تر دريو مياشتو پورې ثابت نيولی شي) په ځنډ سره ناسته پيلول (معمولا کوچنيان تر شپږو مياشتو پورې ناسته پيلوي) په ځنډ سره تګ پيلول (معمولا کوچنيان له يو کال وروسته قدمونه اخلي)، دا هم کيدای شي د دماغي فلج نښې نښانې اووسي.

همداراز په سلو کې شل سلنه دماغي فلج لرونکي کوچنيان ذهني وروسته پاتې والی لري، په ورته وخت کې په ځنډ سره د خبرو پيلول او چاپيريال ته بې پروايي هم کيدای شي د ذهني وروسته پاتې والي نښې وي.

بايد وويل شي چې د دماغي فلج تشخيص له يو کلنۍ نه وړاندې ستونزمن دی. کيدای شي د دماغي فلج لرونکي کوچنيانو کې د دې معلوليت نښې نښانې له يو کلنې نه وروسته څرګندې شي. کيدای شي ځينې نښې نښانې څرګندې شي چې ميندې يا ډاکټر پرې د دماغي فلج ګومان وکړي خو په اصل کې به هغه د نورو سببونو له امله وي.

د دماغي فلج بڼې (ډولونه)

د دماغي فلج بڼې په څلورو برخو ويشل کيږي. کله چې کوچنی د دوه کلنۍ عمر ته رسيږي، ډاکټر کولی شي د کوچني د دماغي فلج بڼه (ډول) تعيين کړي.

سپاسټيک فلج Spastic

دا دماغي فلج تر ټولو زياته پيښيدونکي بڼه ده چې ۶۵ سلنه د دماغي فلج معلولين په همدې کټګورۍ کې شامل وي. د  زيان موقعيت د دې ناروغانو د مغز په قشر کې وي. په دې بڼه کې د کوچني عضلات شخ وي، والدين او ډاکټر په سختۍ سره کولی شي د دې کوچنيانو د ملا عضلات راټول او وغځوي. کله چې د بدن ښکتنۍ برخه ونيسي سپاسټيک ډيپيليژيا ورته ويل کيږي. په دې معلوليت کې د کوچني پښې د ضرب علامې × بڼه غوره کوي.

کله چې د بدن يو اړخ معلول شي سپاسټيک هيميپليجيا ورته ويل کيږي. کله چې د بدن ټول څلور اندامونه ونيسي بيا ورته سپاسټيک کوادري پليجيا ويل کيږي.


(له ښي اړخه) لومړی انځور کوادري پليجيا، منځنی انځور هيمي پليجيا، او او چپ اړخ ته انځور پاراپليجيا څرګندوي. انځور کې تور شوي ځايونه زيانمن شوې برخه څرګندوي او کم تور شوي ځايونو مانا دا چې د بدن برخه کمه زيانمنه شوې.

لکه څنګه چې د بدن عضلات منقبض راټول وي او ځينې اندامونه ډير راټول وي، نو ځکه بايد فلج شوی بدن په ځانګړي حالت کې وساتل شي. د بدن پاسنۍ برخه کې د لاس بازو داخل خوا ته څرخيږي (پرونيشن) ګوتې راټوليږي، او د سک بڼه غوره کوي.

د بدن لاندينۍ برخه کې زنګنونه يو بل ته نږدې کيږي او داخل خوا ته څرخيږي. د ورون او زنګون مفصلونه خم کيږي.

اتيټوايډ فلج Athetoid

د دماغي فلج دې بڼې ته ډايسکينيټيک Dyskinetic هم ويل کيږي. د دماغي فلج درلودونکو کوچنيانو شل سلنه په همدې بڼه کې راځي. د دې سبب د مغز په ژوره برخه (عمق) کې د زيان ښودل شوی. په دې وخت کې د معلول حرکتونه په تکرار ډول غير عادي وي. کله چې کوچنی غواړي يو کار ترسره کړي دغه غير عادي حرکتونه زياتيږي. د بيلګې په توګه کله چې غواړي حرکت وکړي يا غواړي يو څه راواخلي دغه غيرعادي حرکات شدت پيدا کوي.

اټاکسيک فلج Ataxic

د دماغي فلج دا بڼه ډيره کمه ده. سبب يې د مغز په شاتنۍ برخه Cerebellum کې زيان رامنځته کيدل دي. د دې بڼې معلوليت لرونکي کوچنيان د خپل بدن تعادل نشي ساتلی. د بدن د غړو ترمنځ يې ښه همغږي نه وي موجوده. پر لاره بې ثباته تګ کوي. د ظريفو کارونو يا هغه کارونو ترسره کولو کې ستونزه لري چې د عضلاتو د حرکتونو ترمنځ ډيرې همغږئ ته اړتيا لري لکه په لاس کې د قلم نيول، يا د جامو د توکمې تړل (بندول). په دغه معلولينو کې هوش طبيعي وي يعنې ذهني وروسته پاتې والی پکې کم وي يا بيخي وي نه.

مخلوط فلج Mixed

په دې ډول دماغي فلج درلودونکو کوچنيانو کې هم د سپاسټيک فلج او هم د اتيټويډ فلج نښانې موجودې وي. ځينې عضلې يې شلې او ځينې شخې وي. د بدن يو شمير غړي يې هم شخ وي او غير عادي حرکتونه ترسره کوي. د دې ترڅنګ کيدای شي ذهني وروسته پاتې والی هم ولري.

کنترل فلج مغزی

مهمترین روش های درمانی که برای این بیماران بکار برده میشود عبارتند از

 فيزيوتراپی Physical therapy

د دماغي فلج کنترول

هغه مهمې لارې چارې چې د دغه معلولينو د درملنې او ښه والي لپاره کارول کيږي په لاندې ډول دي:

بريس او سپلينټ

دغه وسايل کيدای شي د بدن د غړو په ثابت ساتلو کې مرسته وکړي او د مفصلونو د شکل د بدلون مخه ونيسي.

بوټوکس Botox

دا درمل په شخو او سپاسټيک غضلاتو کې پیچکاري (ترزيق) کيږي چې دغه عضلات شل کړي. دغه طريقه د پنځه کلنۍ څخه ښکته کوچنيانو لپاره ګټوره ده.

 درمل

يو شمير درمل شته چې کيدای شي د عضلاتو غځول او راټولولو توانايي ښه کړي، يا د غيرطبيعي حرکاتو په درملنه کې مرسته وکړي.

مرستندويه وسايل

يو شمير کومکي وسايل شته چې په محلي کچه هم جوړيدلی شي او د معلول د حرکت د توانايي په پرمختګ کې مرسته کولی شي.

جراحي:

کله چې د عضلاتو شخوالی شديد شي نو کيدلی شي چې د جراحي په مرسته دغه عضلات يو څه شل او نرم شي او اوږدوالی يې زيات شي. د مفصلونو د شکل د بدلون درملنه هم د جراحۍ په مرسته ممکن دی. د جراحۍ پرمټ د بې ځايه شوو هډوکو سميدل هم شوني دي. د عضلاتو د شخوالي د کمولو لپاره د ريزوتومي يا د باکلوفن پمپ کارولو جراحي د اعصابو جراح متخصص لخوا ترسره کيږي.

د دماغي فلج لرونکي کوچني سره ژوند

هغه مور او پلار چې بچی يې دماغي فلج لري کيدای شي له سختو  روحي او عاطفي فشارونو سره مخ وي. که تاسې له دې ډلې څخه ياست نو…

  • کوښښ وکړئ د دې ناروغۍ په اړه خپل مالومات زيات کړئ.
  • له هغه ادارو او ټولنو سره په اړيکه کې شئ چې ستاسې کوچني ته د فزيکي بيارغونې او مناسبو شرايطو او لارښوونو برابرولو کې خدمتونه ترسره کوي. د افغانستان لپاره سويډن کميټې معلوليت پروګرام د دغه شان معلولينو په بيارغونه کې هلې ځلې ترسره کوي.
  • که چيرې مو کوچنی ښوونځي ته ځي نو د ښوونځي له مسوولينو او ښوونکو سره په اړيکه کې شئ چې ترڅو ستاسې کوچني ته مناسب شرايط برابر کړي.
  • خپل کوچنی وهڅوئ. د دې کوچنيانو لپاره د کورنۍ ملاتړ، هيله مندي، او ډاډ ورکول د نيکمرغه ژوند پرمخ وړلو لپاره بنسټ دی. له هغه سره ډير زړه سوی مه ښيی ځکه هغه نور له زړه سوي ستړی شوی، هر کله چې له هغه سره زړه سوی څرګندوی نو په اصل کې هغه ته د هغه معلوليت وريادوئ.
  • د دې ډول کوچنيانو پالنه او ساتنه سخت کار دی، په دې برخه کې له دوستانو او د کورنۍ له غړو مرسته وغواړئ او خپله يو څه ارام وکړئ.