د مسلمانانو لومړى خليفه حضرت ابوبكر صديق رضى الله عنه وايي:
۱ ـــ انسان كه دكوم دنياوي منصب او شتمنۍ له امله د لويي او غرور لاره غوره كړي، نو ترهغې پورې دخداى جل جلاله غضب پرې ووري څو چې دا غرور پرېږدي.
۲ ـــ سړى بايد له خدايه وويريږي او وژاړي، يوه ورځ راتلونكې ده چې وبه ژړول شي.
۳ ــ پام كوه! لوى څښتن دى تل ويني اوپه هرحال دى خبر دى.
۴ ــ څلور خويونه داسې دي چې كه څوك يې ولري هغه دپاك خداى غوره بنده دى. اوهغه داچې: د توبه كوونكي په توبه خوښوي كوي، ګناه ګار ته بښنه كوي، له ښې لارې مخ اړونكي نېكې لارې ته بولي او له نيكي كوونكي سره مرسته كوي.
۵ ـــ خپل ځان سم كړئ چې خلك ښه درسره وكړي.
۶ ــ الله پاك ستاسو په پټو او ښكاره كارونو يو ډول علم لري.
۷ ــ زياتې خبرې د هيرې سبب ګرځي، داسې چې يوه د بلې د هېرېدلو سبب ګرځي.
۸ ــ خدايه! ژوند مې ښه تېر كړې، پر ښو عملونو مې ژوند پاى ته ورسوې، د ښو كارونو توفيق راپه برخه اوخپله خوښې راوبښې.
۹ ــ له دريو شيانو چا خير نه دى ليدلى، ګناه، ژمنې ماتول او تېر اېستل ( دوكه ).
۱۰ ــ كله چې به د چا فاتحې ته ورغى نو به يې ورته ويل: ( په صبر كې څه مصيبت نشته او له ژړا څخه څه لاس ته نه راځي، دخداى پاك د استازي صلى الله عليه وسلم وفات درپه زړه كړئ، نو به مو خپل وير ليږ شي او خداى جل جلاله به د خير بدله دركړي.