د مصر د کورنیو چارو وزارت وايي، د شمالي طنطا ولایت د یوې کلیسا د ننه چاودنې لږترلږه ۲۱ کسان وژلي او تر ۴۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.
امنیتي سرچینې وايي، ځواکونه یې د مارجرجس کلیسا ته استولي او امبولانسونو کې ټپیان لېږدول کېږي.
چاودنه د ښار د مسیحیانو د ګهیځ مذهبي مراسمو پرمهال شوې.
دا چاودنه طنطا ښار کې د امنیتي ځواکونو پر یوه روزنیز مرکز تر برید لس ورځې وروسته شوې، چې د پولیسو یو مشر پکې ووژل شول او لس نور ټپیان شول.
د ۲۰۱۶ کال ډسمبر میاشت کې د قاهرې کتدرال کې چاودنې ۲۵ کسان ووژل.
تر اوسه کومې ډلې ددغې چاودنې پړه نه ده منلې.
طنطا ښار د نیل دلتا پر غاړه د قاهرې په شمال کې شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره لیرې پروت دی.
د پوځ له خوا د مصر د منتخب ولسمشر محمد مرسي له لیرې کېدا وروتسه په دې هېواد کې د تاوتریخوالي کچه ډېره شوې ده.
دا چاودنه طنطا ښار کې د امنیتي ځواکونو پر یوه روزنیز مرکز تر برید لس ورځې وروسته شوې، چې د پولیسو یو مشر پکې ووژل شول او لس نور ټپیان شول.
د پوځ له خوا د مصر د منتخب ولسمشر محمد مرسي له لیرې کېدا وروسته په دې هېواد کې د تاوتریخوالي کچه ډېره شوې ده.
په وروستیو کلونو کې د قبطي مسحیانو پرضد بریدونه ډېر شوي، په تېره بیا له ۲۰۱۳ کال راپدېخوا، چې پوځ اسلامپالې اخوان المسلمین ډلې ته منسوب منتخب ولسمشر محمد مرسي لیرې کړ او د اخوان المسلمین ګوند په ځپلو یې لاس پورې کړ.
د ښاغلي مرسي ځینې ملاتړي پر مسیحیانو د منتخب ولسمشر د لیرې کېدا د ملاتړ تور لګوي.
دا برید داسې مهال شوی، چې قبطیانو د خپل کلیز له مخې تر ټولو لوړ مذهبي مراسم لمانځل کیدل.