دنده څه ډول پیدا کړو؟

دا سمه ده چې د دندې پیدا کول نن سبا یو ستونزمن کار دی او ډېر وخت نیسي چې د ځان لپاره دنده پیدا کړو، خو ځینې مهم ټکي هم شته چې د دندې پیدا کولو لپاره باید په پام کې ونیول شي.

ښکاره ده چې زده کړې پای نه لري او انسان باید له زانګو څخه د مرګ تر ورځې په دې هڅه کې وي چې نوي څه زده کړي، خو په هر هېواد کې د کار پیدا کولو لپاره ځینې ځانګړي معیارونه شته چې د دندې د پیدا کولو په وخت کې باید په پام کې ونیول شي. کېدای شي ځینې داسې دندې هم وي چې ډېرو لوړو زده کړو ته پکې اړتیا نه وي.

دنده څه ډول پیدا کړو؟

کولی شی له هغې ادارې سره په اړیکه کې شی چې له نورو شرکتونو سره اړیکه لري او د کارکوونکو په ګومارلو کې ور سره مرسته کوي.

له هغه شرکت سره په اړیکه کې شئ چې غواړي نوي کارکوونکي پر دندو وګوماري.

کولای شی، ورځپاڼو او هغو وېبپاڼو ته سر ورښکاره کړی، چې د دندو اعلانونه خپروي.

له خپلو ملګرو سره په اړیکه کې اوسئ او ورته ووایئ چې وزګار یم او دنده لټوم. دا په دې خاطر چې نن سبا اړیکې خورا اړینې دي او ډېری کسان له همدې لارې دندې پیدا کوي.

کله چې تاسو د دندې په لټه کې یاست، نو هرو مرو باید هغه څه درسره موجود وي چې د کار څښتن یې غواړي. تر ټولو اړین یې (سي وي) یا د هغه معلوماتو ټولګه ده چې ستاسو نوم، د زيږېدو ځای، اوسنی عمر، د زده کړو کچه، کاري تجربه او نور اړین معلومات پکې لیکل شوي وي.

سي وي (CV):

سي وي یا (curriculum vitae) لاتیني کلمه ده چې د یوه کس د ژوند کیسه بیانوي. هڅه وکړئ په سي وي کې مو هغه څه وليکئ چې پر حقایقو ولاړ وي او په ځان کې یې وینی.

په سي وي کې اړین معلومات:

لومړني معلومات: نوم، پته، د اړیکې شمېره او ایمېل ادرس.

زده کړې: د هغو زده کړو لړلیک چې تر اوسه مو کړې دي.

تجربې: د ترسره کړو دندو او وړتیاوو لړ لیک.

د اړینو وړتیاوو یادونه: لکه ژبې، کمپیوټر زده کړې او نور مهارتونه.

د هغو کسانو نوم، پتې، د اړیکو شمېرې او ایمېل ادرس چې تاسو په ټوله معنا پېژني.

د لنډو شخصي معلوماتو یادونه: له څه سره مینه لری او د وزګارتیا پر مهال پر څه ځان بوختوی؟

کاري مرکه:

له نېکه مرغه بخت مو وېښ شو، سي وي ته په کتو د شرکت یا ادارې مشر د کاري مرکې لپاره ورغوښتي ياست. اوس نو لاندې ټکي باید په پام کې ونیسئ.

لومړی: د شرکت یا ادارې په اړه څېړنه وکړئ. تاسو کومې داسې وړتیاوې لری، څو د ادارې اړتیاوې پوره کړی. په انټرنېټ کې پلټنه وکړئ. دغه څه د دې ښکارندویي کوي چې تاسو په رښتیا هم د کار په لټه کې یاست. له ځان سره په دې اړه فکر وکړئ چې څه ډول کولای شی په کاري مرکه کې په سم او ډاډه زړه پوښتنو ته ځواب ورکړی.

ساده پوښتنې او ننګونې:

 

د ځان په اړه ووایئ‎؛ څه ډول یو شخص یاست؟

د پخوانۍ دندې او زده کړو په اړه مو معلومات راکړئ؟

په کاري چاپېریال کې څومره بریالي یاست؟

د دغه کار لپاره ستاسو مثبت اړخونه کوم دي؟ څه ډول کولی شو په دې برخه کې نور پرمختګ هم وکړو؟

منفي اړخونه مو کوم دي؟

د یوې ادارې د مشر لپاره دا ډېره مهمه ده چې باید ستاسو د منفي ټکو او اړخونو په اړه هم معلومات ولري. کېدای شي ډېر کسان د دې راز افشا کولو ته زړه ښه نه کړي او پټ یې وساتي. دا چې هېڅ ممیز بې خلي نه دی، نو د خپلو منفي اړخونو په اړه معلومات ورکول پر ځان د باور ښکارندویي کوي.

ولې مو له موږ سره کار کولو ته زړه ښه کړی؟ څه شي را جذب کړئ؟

ولې تاسو باید په دې دنده وګومارو؟ کوم اړخونه مو له دې دندې سره جوړښت لري؟

د راتلونکې لپاره کومې موخې لرئ؟

دا هغه پوښتنې دي چې که په ډاډه زړه او پر ځان د باور له مخې ځواب ورکړی، هغه ده چې دنده ترلاسه کوئ.

له کاري مرکې وړاندې په دې اړه فکر وکړئ چې څه ډول یوه چاپېریال ته ځی او ایا دې ادارې ته د ورتلو لپاره ځانګړو جامو اغوستلو ته اړتیا شته او که نه؟ هڅه وکړئ چې نه ډېرې شیک او نه هم ډېرې غیر منظمې جامې واغوندی.

د کار ډېری مالکان دا هیله لري چې لومړی تاسو خپل لاس ور وړاندې کړئ. تر ټولو مهمه دا ده چې د کاري مرکې لپار پر وخت ځان ورسوئ. که مو بې پروایي وکړه، د کاري مرکې لپاره به مو چانس له لاسه ووځي.

حمیدالله حمیدي