دنګل فلم د هندوستان د پارلمان غړو ته ښودل کیږي

هندوستان ټایمز لیکي، چې د هندي سینما د وتلي اداکار د عامر خان (دنګل) فلم به نن له غرمې وروسته د هندوستان د پارلمان غړو ته په سکرین وښودل شي.

د پارلمان (لوک سبا) یوې ویاندې سومیتا مهاجن رسنیو ته د دې خبر پخلې کړی او ویلي، چې فلم به د پارلمان په اډیټورم کې نن ماښام د پارلمان غړو ته وښودل شي.

پروګرام ته د پارلمان د غړو ښځې/میړونه هم دعوت شوي دي.

د فلم د نندارې موخه د پارلمان غړو ته د ښځو د ځواکمنیتا د پروګرامونو او اړونده قوانینو د جوړولو ذهنیت ورکول دي.

دنګل فلم چې د انجونو په ځواکمنیتا راڅرخي د یو پهلوان پلار کیسه ده، چې څنګه له خپلو دوو لوڼو وتلې او کامیابې پهلوانانې جوړوي.

دنګل په هند کې تر ټولو زیات کامیاب فلم ګڼل کیږي.