دنیکې ښځې عالي صفات ؟

۱-  نیکه ښځه : هغه ښځه ده چې د ځان لپاره د دنیا او آخرت کامیابي د اسلامي شریعت په تابعدارۍ کې وګني ، او پر ځان د اسلامي شریعت ټول حکمونه ومني

۲- د ژبې له ټولو آفاتو نه ځان ساتل .

لکه : لعن طعن ، ښیراوې کول ، کنځلې کول ، غیبت کول ، او چغلی کول .

۳- پاک لمنه اوسیدل

نیکه ښځه باید د خپل عزت او د خاوند د عزت د ساتلو کوشش وکړي .

د تهمت له ځایونو نه ځان وساتي .

نامحرم سړي سره خبری ونکړي .

نامحرم سړي ته د زینت او ښکلا ځایونه ښکاره نه کړي .

نامحرمه سړي ته په ستړي مشي کې لاس ورنه کړي .

له هر قسم ګناهونو په ځانګړي ډول د انټرنیټ له ناروغۍ نه ځان وساتي .

 

۴- دخپل شرعي حجاب پابندي کول

له داسی تنګو اوشفافو نرو جامو نه ځان ساتل چې دبدن اندامونه یی پکې ښکاري

۵- د خپل خاوند حقوق پیژندل او دهغې ادا کول او د خاوند پوره اطاعت کول .

۶- خپل او د خاوند ټول رازونه ساتل ، په ځانګړي ډول د ازدواجي مسلو رازونه نورو ښځو سره نه شریکول .

 

۷-د خپل خاوند سره پوره مينه او محبت کول اوهغه ته دپوره مينې اظهار کول .

 

۸- له نورو نیکو ښځو سره خپل تعلق جوړول ، اوله بدو ښځو له تعلق نه لری اوسیدل .

 

کاپي…