دهلمند سنگین ولسوالۍ د حکومت له واکه ووته

 

د هلمند ځايي خلک او امنیتي سرچینې وایي، افغان ځواکونه تېره شپه له سنگین ولسوالۍ له کومې جگړې پرته وتلي او ولسوالي طالبانو نیولې ده؛ خو د هلمند والي حیات الله حیات بیا دغه خبرې ردوي.

د ۲۱۵میوند قول اردو یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، سنگین ولسوالۍ ته اکمالات ستونزمن و، طالبانو هم پر ولسوالۍ فشار راوړی و، نو ځکه ترې افغان ځواکونه تېره شپه ووتل.

سرچینې زیاته کړې، چې د افغان ځواکونو د وتلو پر مهال کومه جگړه نه ده شوې او امکانات یې هم ټول له ولسوالۍ د پوځ یوې بلې لوا ته لیږدولي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره شپه دولتي ځواکونه له سنگين ولسوالۍ وتلي او د ولسوالۍ مرکز دوی نيولی دی.

احمدي زیاته کړې، دولتي ځواکونه د هوا له لارې له سیمې وتلې او خپل ځېنې وسایل یې هم د ولسوالۍ په مرکز کې پرې ایښي و، چې وروسته یې بیا د الوتکو له لارې د ولسوالۍ ودانۍ بمبار کړه.

د هلمند ځايي خبریالان هم وایي، چې د سنگین ولسوالۍ طالبانو ته پرېښودل شوې او حکومتي ځواکونه ترې وتلي دي.

په مشرانو جرگه کې د هلمند د خلکو استازی هاشم الکوزی هم مني، چې تېره شپه دولتي ځواکونه له سنگين ولسوالۍ وتلي او د ولسوالۍ مرکز ته طالبان رسیدلي دي.

خو د هلمند والي حیات الله حیات بیا وايي، چې ولسوالي یې نه ده پرې ایښې او هلته لا هم د پوځ، ملي امنیت او پولیسو سلگونه سرتيري پراته دي.

هغه همداراز زیاته کړې ده، د ولسوالۍ له مرکز څخه یو څه لرې څلور امنیتي پوستې لا شل ورځې وړاندې دولتي ځواکونو پرې ایښې وې.

حیات په دې اړه زیاتوي: «زموږ څلور پوستې وې، چې د سنگین په زاړه بازار کې وې، هغو ته طالبانو له لرې څخه تونلونه ور وهلي وو، هلته موږ تلفات ولیدل او هغه سیمه مو پرېښوده، یعنې د سنگین زوړ بازار موږ لا ډيرې ورځې مخکې پرې ایښي و.»

دا په هلمند کې اوومه ولسوالي کیږي، چې مرکز یې طالبان نیسي، که څه هم د هلمند خلک وايي، چې د یاد ولایت نوي سلنه خاوره له طالبانو سره ده؛ خو دولتي ځواکونه بیا هم د ځیننو ولسوالیو مرکزونه ساتلي دي.