دهېواد له فرهنګیانو سره د ډاکتر اشرف غني احمدزي د وروستۍ ناستې مهم ټکي

لیکنه: شکرالله پاڅون

 کله چې د ټاکنو پر سر له ناندریو وروسته د دواړو نوماندانو ترمنځ د هوکړو او هوکړه لیکونو د لاسلیک خبرونه خپاره شول ، ظاهراً ولس د ډاکتر اشرف غني احمدزي او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ د پردې ترشاه د هوکړې د لاسلیک په اړه په اندېښنه کې شو ، تر ډېره خلک په ټاکنو د بې باورۍ لور ته لاړل او نن هرڅوک له ځانه سره دا کري او رېبي چې نور به په ټاکنو کې برخه وانخلي ، ولې داسې وشول ، داسې باید نه وای شوی ، اشرف غني ښه ونه کړل ، عبدالله ته باید زور ښودل شوی وای ، دا او ګڼې نورې خبرې په کور ، کلي ، ولس او ښار کې نږدې د هر مجلس برخه وګرځېده . تېرماښام ( ۱۳۹۳-۵-۱۸) مو ( د هېواد فرهنګیانو ) له ډاکتر اشرف غني احمدزي سره دهغه په کور کې ناسته لرله ، په دغه ناسته کې دهېواد له بېلابېلو سیمو فرهنګیان راغوښتل شوي وو ، په دغه ناسته کې لومړی راغلو فرهنګیانو ته وخت ورکړل شو ، چې څه ورسره وي بیان یې کړي . ښاغلي الیاس وحدت ، زاهد شاه انګار ، نعمت الله کریاب ، ضیاء الرحمن حسرت او نورو د ورغلو په استازولۍ په خپلو خبرو کې ډاکتر اشرف غني احمدزي ته دولس اندېښنې په ډاګه کړې او د نورو خبرو ترڅنګ یې ورته وویل چې ترسره کړې ژمنې باید له پامه ونه غورځوي ، په ولس یې باید تکیه کړې وای او ولس ته یې مراجعه کړې وای اصلاحاتو اتو همپالنې ټیم ته یې ځواب ویلی وای ، داسې کومه معامله ونه کړي چې له مخې یې پېړۍ پېړۍ برباد اوسو ، د ولس قربانۍ باید له پامه ونه غورځول شي . ډاکتر اشرف غني احمدزي د ټولو خبرې واورېدې او وروسته یې خپلې خبرې وکړې . چې دخبرو مهم ټکي به یې له تاسو درنو لوستونکو سره شریک کړم . ډاکتر اشرف غني احمدزي په خپلو خبرو کې ولس ته ډاډ ورکړ چې ټاکنې یې ګټلې دي ، او ولس باید د خپلې حماسې پایلې ته فقط درې اونۍ انتظار وباسي (( وار مه خطاء کوئ ، ارګ ته درې اونۍ پاتې دي ، ګټلې مو او ګټو یې )) د ولس په خوله یوه لویه خبره چې هرځای یې کوي او په دغه غونډه کې یې هم یادونه وشوه هغه داچې ډاکتر اشرف غني احمدزی باید د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د تحرکاتو ، زور غږونې او ناقانونیو پر وړاندې چوپ نه وای پاتې شوی ، باید یې پر ولس غږ کړی وای چې ولس یې ځواب ورکړی وای . خو د یو شمېر څېړونکو او روشنفکرو هغه خبره رښتیا شوه چې ډاکتر اشرف غني احمدزی له دې امله چوپ دی ، چې که چېرته ده یو وار پر ولس غږ وکړ ، نو په هېواد کې به د وینو داسې سېلاب روان شي چې بیا به یې ودرول ناشوني وي او د سیمې استخباراتي کړۍ دې کار ته سترګې په لار دي او پوره کار هم ورته کوي . ډاکتر اشرف غني احمدزي وویل : (( که موږ توره وویسته ، په دې خاوره کې به یوتن هم ژوندی پاتې نه شي )) ډاکتر اشرف غني احمدزي د پښتنو سترې کمزورۍ ته اشاره وکړه چې تل یې دجګړې میدان ګټلی ، ولې د سیاست میدان یې بایللی دی . ښاغلي احمدزي وویل زه غواړم چې داځل سیاست وکړم او سیاست وګټم : (( پښتنو په جنګ کې ګټلې ، په سیاست کې یې بایللې )) له ډېرو خلکو سره دا اندېښنه ده ، چې ډاکتر اشرف غني احمدزی به له قانون ماتوونکو سره څنګ حکومت کوي ، دوی به څنګه اراموي ، اصلاحات به څنګه رامنځته شي ، قانون به څنګه پلی شي . خو ډاکتر اشرف غني احمدزي دې خبرې ته داسې ځواب ورکړ : (( هغه چې پرون یې اساسي قانون نه مانه ، نن یې مني ، همدا نتیجې به مني ، هغه چې پرون یې د برحاله ولسمشر عکسونه راوغورځول او تر پښو لاندې یې کړل ، نوی ولسمشر به مني او پوره احترام به ورته کوي . تاسې له ما د څلوېښت فیصده اصلاحاتو هیله وکړه ، خو زه به درته اتیا فیصده اصلاحات راولم ، بنیادي اصلاحات به راولم او له دې بله چاره نه شته )) ډاکتر اشرف غني احمدزي پر فرهنګیانو او ټول ولس غږ وکړ چې که چېرته نه غواړئ واک له لاسه ورکړئ نو پرما اعتماد وکړئ ، اعتماد په دې راباندې وکړئ چې هدف ترلاسه کړو او هدف راروان دی ، زه اکثریت یم ، د ټول افغانستان یم او افغانستان د ټولو افغانانو لپاره غواړم . ښاغلي احمدزي دهېواد بحراني حالت ته هم اشاره وکړه او ویې ویل : (( امنیت نه شته ، اقتصاد نشته ، مالیې وزارت مو سر له راتلونکې میاشتې د مامورینو د معاشاتو له ورکړې عاجز دی ، عدالت نه لرو ، خو جوړوو به یې ، زه به زهر خورم ، خو ولس به له زهرو ساتم . اول ګټل په کار دي ، بیا اداره کول ، واک مې د ولس دی او وي به ، راکړل شوې رایه امانت دی ، ددې امانت ساتنه به کوم )) ډاکتر اشرف غني احمدزي په دغه ناسته کې له ولسونو څو غوښتنې هم وکړې او له فرهنګیانو یې وغوښتل چې دغه غوښتنې یې په پام کې ونیسي او کار ورته وکړي . نوموړي پر ولس غږ وکړ چې ترلاسه کړی اتحاد وساتي ، ځکه دغه ډول اتحاد یې سل ګونو کلونو کې هم نه شو ترلاسه کولی او پر ده باندې مثبت سوله ییز فشارونه راوړي چې بنیادي اصلاحات رامنځته شي . ښاغلي احمدزي په پای کې وویل ټولې پرېکړې او هوکړې یې پر اساسي قانون ولاړې دي ، نظام به ریاستي وي ، د ملي وحدت حکومت به جوړوي ، طالبانو او حکمتیار ته به هم په کې ونډه ورکوي او نور به په هېواد کې د وینې تويېدنې مخه نیسي .