دوستم په شمال کې د پراخو نظامي عملیاتو پیلېدو خبر وکړی

د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په شمالي ولایتونو کې د ترهګرو پر ضد د پراخو نظامي عملیاتو خبر ورکړی دی.

دوستم چې له تېرو دریېو میاشتو راهیسې په شبرغان کې دی وایي، چې د دې ولایت په ځیني سیمو کې داعش وسله والو فعالیتونه پیل کړي دي.

نوموړی وروسته تر هغه په یاد ولایت کې د عملیاتو د پیلېدو خبره کوي چې څلور ورځې وړاندې د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ میلر د دوستم لیدو ته ورغلي وو. دوستم ویلي وو چې په یاده لیدنه کې د شمالي ولایتونو پر امنیتي وضعیت او دغه راز د عملیاتو پر پیلېدو خبرې شوې دي خو دا چې دا عملیات به لومړی چېرته پیل شي په اړه به یې وروسته له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

د یادونې ده چې په شمالي ولایتونو کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه په وار وار روسیې هم اندېښنه څرګنده کړې وه خو حکومت او امریکایي ځواکونو بیا دا راپورونه رد کړي دي.