دوسله والو ناکاموهڅوته دافغان ولس ځواب. لیکنه: وحدت اسلامپال

د۱۳۹۳ لمریزکال دحمل شپاړسمه په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو دټاکنو ورځ وه . دا ورځ دافغانستان په تاریخ کې یوه بې ساري او دمثبت بدلون  په لور دیوې نوې پاڼې اړولو ورځ وه .

دافغانانو دښمنان چې تل يې داهڅه ده چې انسانان او  په ځانګړي ډول افغانان په تیارو ، بیوزلۍ ، فقر ، غربت ، بیچاره ګئ او په دردونو او کړاوونوکې ژوند وکړي ، هوډ يې درلود چې دافغانانو دنیمکرغۍ  دا ورځ دخپلو اهدافو له پاره داملي پروسه ګدوډ ه او افغانان له ښې راتلونکې څخه بې برخې کړي.

دې مغرضو استخباراتي کړیو چې د افغانانو او افغانستان دنظام دښمنان دي ، له ډېروړاندې يې دټاکنو دپروسې دګډوډولو له پاره خپل شوم پلانونه جوړکړي و او غوښتل یې چې داسترسیاسي بدلون او فرصت دافغانانو له لاسه په بمي چاودنو ، توغندیو . ځانمرګو بریدونو ، موټربم چاودنو او نورو بیلابیلو پلمو او نارواکړنو په ترسره کولوله یوې خوا  بې شمېره افغانان ووژني او له بله پلوه  يې یوښې راتلونکې ته له ګام اخستلو منع کړي.

خو ، افغان میړني ولس دخپلو دښمنانو دې ناوړه  پلان ته خورا غاښ ماتوونکی  ځواب ورکړ . افغانان چې اوس بشپړ دخپلو دښمنانو په ناوړه کړنو او مغراضانه دسیسو پوه شوي ،ور ته يې وښوده چې  دوی دخپلو ملي ګټو او دخپل روښانه راتلو نکي دټاکلو له پاره هرډول سرښندنې او قربانۍ ته چمتودي . افغان ولس دټاکنو دښه امنیت او دترهګریزو پيښو دمخنیوي په موخه په ټینګه دخپل افغان امنیتي خواکونو سره ودریدل او هغوي سره يې دخپلې میني او همغږۍ په پایله کې دترهګرو ټول شوم پلانونه شنډ او هغوي يې خپلو بادارانو ته خورا مختوري او حجالت کړل .

افغانان په ډېرزړورتیا درایو صندقونوته لاړل ، په خپلو لاسونو يې خپل ملي مسولیت ادا او اوخپلومکارو او نه پخلاکیدونکو دښمنانو ته يې خورا سخت غاښ ماتونکی او خورا شرموونکی ځواب ورکړ.