دونالد ټرمپ د طالبانو سره د سولې مذاکرات لغوه کړل

ټرمپ د شنبې په ورځ په خپل ټویټر ولیکل چې دغه مذاکرات په کابل کې په JvlF باندې د طالبانو د وروستي برید په دلیل لغو شول.

د ټرمپ په وینا ټاکل شوې وه د یکشنبې په ورځ د کمپ ډیویډ په تفریح ځای کې د طالبانو د لوړپوړو مشرانو او د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره جلا جلا په پټه توګه لیدنه کتنه وکړي.

ټرمپ زیاته کړه: “متاسفانه د طالبانو ډلې د کاذب فشار راوړلو په خاطر په کابل کې د یو برید مسولیت تر سره کړ چې په هغه کې زمونږ یو ستر سرتیری او ۱۱ تنه نور ووژل شول.”

دغه برید چې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د عبدالحق څلور لارې ته نژدې وشو د یو امریکایي سرتیري سربیره د ناټو ځواکونو یو رومانیایي سرتیری او لس افغان ملکي وګړي ووژل شول او ۴۲ تنه نور ټپیان شول.

ټرمپ وویل چې له دې برید وروسته هغه سمدستي د لوړپوړو طالبانو سره لیدنه فسخه کړه او د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات یې لغو کړل.

جهور رئیس ټرمپ همداشان د یوې پوښتنې په بڼه لیکلي دي: “څه ډول کسان بیشمیره خلک په ظاهره د خپلو چانه وهلو د موقف د قوي کولو لپاره وژني؟”

ښاغلي ټرمپ وویل چې طالبانو په کابل کې په وروستي برید سره د خپلو چانه وهلو موقف غښتلی نه بلکه “خراب” کړ.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې طالبان نشي کولای د سولې “دغو ډیرو مهمو” مذاکراتو کې په اوربند توافق وکړي او حتی ۱۲ بیګناه کسان وژني، نو د هغه په وینا هغوی یو “معنی داره” موافقت لیک ته د رسیدو قدرت هم نه لري.