دوه افغان رزمي لوبغاړو داې سي بي نړیوال سازمان په لوبو کې خپل سیالان مات کړل

احمد ولي هوتک له اوکرایني لوبغاړي ولادسلاوف ستیپانوف سره مخ شو چې ویې کولای شول په دریو رونډونو کې د لوړو نمرو په ترلاسه کولو بري ته ورسېږي.

ښاغلي هوتک تر بریا وروسته په خپله فیسبوک پاڼه خبرې وکړې او ويې ويل

زه ټول ملت او په خاصه توګه خپلو افغان امنیتي ځواکونو ته د دې بري مبارکي وایم.نوموړي وويل ژمنه يې کړې وه چې  خپلو هېوادوالو ته به خوشحالي راوړي، او خپله دغه ژمنه يې پوره کړه

له هوتک وروسته بازمحمد مبارز په همدې شپه سکاټلندی لوبغاړی ایین فینان مات کړ.

بازمحمد مبارز هم د افغان ملي پولیسو په یونیفورم کې د سیالیو صالون ته ننوت.