دوه لوړ پوړي چارواکي د دوستم لېدنې ته ورغلي دي

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر او د  دې هېواد ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د لیدنې په موخه شبرغان ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نوموړي تېره اوونۍ خبرداری ورکړی وو؛ امنیتي ځواکونه دې په ټاکنیزو چارو کې خپله بې طرفي وساتي.