دويمه شل اوريزه: د لوبې وړاندوينه، د موسم او پيچ معلومات او احتمالي لوبډله

افغان لوبډله د ويسټ انډيز پر وړاندې له سخت حالت سره مخ ده، ځکه لومړی يې په يو ورځنيو سياليو کې وايټ واش ماته وخوړه او له هغه وروسته د شل اوريزې لوبلړۍ لومړۍ لوبه يې هم وبايلله. ايوان ليوس او ويسټ انډيزي توپ اچونکو ويسټ انډيز ته په زړه پورې توپوهنه ور په برخه کړه. که په اوسني حالت کې وکتل شي نو افغان لوبډله تر ډېره باورمنه نه ښکاري.

افغان لوبډلې ته پکار دي چې په شل اوريزو لوبو کې خپله طبيعي لوبه وکړي او يو ځل بيا خپله وړتيا ښکاره او بريا خپله کړي، همدا راز ويسټ انډيز به د تل په څېر هڅه وکړي چې تېزه لوبه وکړي او د شل اوريزو لوبلړۍ هم په خپل نوم کړي. افغانستان که څه هم په تېره لوبه کې پچه هم وګټله، خو ګټه يې ترې پورته نه کړای شوه.

پيچ او موسم:

په لکنو کې د يو څه باران د ورښت امکان هم شته، خو دومره نه چې لوبه له ځنډ سره مخ کړي، همدا راز پرخه هم شته او په پيچ کې به نمي وي، چې دا ورو توپ اچونکو، لکه سپينران او ميډيم توپ اچونکو ته ډېره ګټه وکړي، دوی به د چټکو توپ اچونکو په پرتله ډېر ګټور وي.

د لوبډلو ترکيب:

افغانستان

دلته يو چانس شته چې افغان لوبډله د ابراهيم ځدراڼ پر ځای جاوېد احمدي په لوبه کې واخلي. نوره لوبډله بايد چې د تېر په څېر وي. د حضرت الله ځاځي، نجيب الله ځدراڼ، اصغر افغان او محمد نبي توپوهنه ډېره ښه ده، خو ورو توپ اچونکو ته پکار دي چې د ډېرو ويکټو ترلاسه کولو هڅه وکړي، چټک توپ اچونکي هم بايد په توپ اچونه کې نوښت وکړي.

احتمالي لوبډله:

حضرت الله ځاځی، رحمان الله ګربز (ويکټ ساتونکی)، جاوېد احمدي/ابراهيم ځدراڼ، نجيب الله ځدراڼ، اصغر افغان، ګلبدين نايب، محمد نبي، راشد خان (لوبډلمشر)، نوين الحق او مجيب الرحمان.

ويسټ انډيز

ويسټ انډيزۍ لوبډله کې د هېڅ بدلون راتللو اړتيا نشته، د دوی توپوهنه ډېره په زړه پورې ده او توپوهونکي يې کولای شي چې لوبې ته بدلون ورکړي. کيرون پولارډ د توپوهنې او توپ اچونې په دواړو برخه کې ښه وړتيا ښکاره کړه او لا هم ترې د ښې لوبې هيله شته. ښايي دوی کوم سپينر په خپله لوبډله کې شامل کړي، خو تېرو لوبو ته په کتلو سره داسې چانس نشته چې دوی په لوبډله کې کوم بدلون راولي.

احتمالي لوبډله:

ايوان ليوس، برېنډن کنګ، شيمرون هيټماير، دينيش رامدين (ويکټ ساتونکی)، کيرون پولارډ (لوبډلمشر)، جېسن هولډر، فابين الين، هايډن والش، شيلډون کوټريل، الزاري جوسيپ او کيسريک ويليمس.

احتمالي ځلېدونکي لوبغاړي:

په دويمه شل اوريزه لوبه کې ښايي د افغانستان لپاره چټک توپوهونکی حضرت الله ځاځی او د ويسټ انډيز لپاره کيرون پولارډ ښه وځلېږي.

نشرونکي:

ياده سيالي ملي ټلويزيون، ملي سپورټ، سټار سپورټس ۱، سټار سپورټس ۱ اېچ ډي، هوټ سټار او ويلو خپروي. کېدای شي وطن ټلويزيون يې هم خپره کړي.

وخت:

د افغانستان او ویسټ انډيز دويمه سيالي، چې د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې ترسره کېږي، د افغانستان په وخت ماښام شپږ بجې پيلېږي.

وړاندوينه:

که افغانستان پچه وګټي او لومړی توپ اچونه غوره کړي، نو ښايي ويسټ انډيز د ۱۶۵ نه تر ۱۷۵ پورې منډې ترلاسه کړي او په لوبه کې بريا خپله کړي.

که چېرته ويسټ انډيز پچه وګټي او لومړی توپ اچونه غوره کړي، نو ښايي افغانستان ۱۴۰ نه تر ۱۵۰ پورې منډې وکړي او ويسټ انډيز ياد هدف پوره او په لوبه کې بریا خپله کړي.

ليکوال : سوريش

کاپي ژباړه او زياتونه: خپلواک د ژباړې ټيم