دویم پړاو ټاکنې او پاکستان!

لیکنه: ارشاد رغاند

پاکستان ته د امریکایي چارواکو وروستي سفرونه او پکې د افغانستان پرحالاتو د پټو خبرو راپورونه په افغانستان کې د ځینو اندیښنو د راټوکیدو سبب کیږي،چې باید مخنیوی یې وشي. د تېرې جمعې پرورځ د امریکاد مرکزي ځواکونوقومندان لویډاوسټین پاکستان ته یو سفر درلود،چې پکې د پاکستاني پوځ له مشر جنرال راحیل شریف سره دویم پړاو ته د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د ورتلو په اړه د خبرو راپورونه هم خپاره شول. په پاکستاني مطبوعاتو کې دا هم ویل شوي،چې د پاکستاني پوځ مشر له امریکایي لوري سره په دغه لیدنه کې له دوه زره څوارلسم کال او له افغانستان څخه د لویه برخه امریکایي سرتیرو له وتو څخه وروسته وضعیت په اړه خبرې کړي دي. دا راپورونه که څه هم تفصیلي،دقیق او روښانه نه دي،خو د افغانستان په اړه د پاکستان پخوانیو بدنیتیو ته په کتو سره اندیښنه شته،چې دغه هیواد امریکا او نورو نړیوالو ته د افغانستان په اړه د منفي او مضرو مشورو د ورکولو په تکل کې دی. په خاص ډول په اوسنیو شرایطو کې چې افغانستان د ولسمشرۍ د ټاکنو دویم پړاو ته ورتلونکی دی. له دې پړاو سره د پاکستان ځانګړې علاقه مندي سرله اوسه په دې کې ښکاري،چې دا هیواد د دې پړاو له سیالي کوونکو دوو مخکښو نوماندانو څخه یوه نوماند ډاکټرعبدالله عبدالله ته په ډېرتمایل تورنیږي. ښاغلی عبدالله که څه هم تېره ماضي یې د پاکستان پرځای د هغه مخالف هیواد هند سره د ښو اړیکو شاهده ده،خو د وروستیو څو کلونو بدل شوي سیاستونه ښیي چې هم ښاغلی عبدالله او هم پاکستان د خپلو اړیکو د ماضي برعکس له یو بل سره د ښو اړیکو په لرلو کې خپلې ګټې ویني. د دې موقف ګیرۍ بدلیدل جلا بحث دی خوڅه چې نن سبا زیات د اندیښنې وړ شوي،د افغانستان د راتلونکي وضعیت په اړه د خپلو استخبارات ځپلو مطبوعاتو له لارې د افغانستان په اړه د پاکستان غیرواقعي تبلیغات او نړیوالوته د غلط ذهنیت ورکولو هڅې دي. دا هڅې دې هیواد ته د امریکایي او نورو چارواکو په سفرونو کې هم محسوس شوي او د ځینو راپورونو مطابق پاکستان بهرنیو هیوادونو ته داسې ذهنیت ورکول غواړي،چې که په دویم پړاو ولسمشریزو ټاکنو کې نورهیوادونه هم د ډاکټرعبدالله ملاتړ وکړي،په افغانستان کې به یې هدفونه او ګټې ښې خوندي وي. د دغسې اوازو په اړه که څه هم د ښاغلي عبدالله د ټاکنیزټیم واضح رد او تایید نه لیدل کیږي،خو څه چې د دغو خبرو پرواقعیت والي شکونه پیدا کوي،د تیرو کلونو په نسبت د پاکستان په اړه د دغه ټاکنیزټیم د توند دریځ نرمیدل او حتی په زیاتو مواردو کې خاموشي ده. ‍ډاکټرعبدالله او د ټاکنیزټیم دویم مرستیال یې حاجي محمد محقق له هغو افغان سیاسي څیرو څخه حسابیدل،چې ډېرکله یې پاکستان د افغانستان د ستونزو اساسي عامل باله او په مقابل کې یې د افغان حکومت پرسیاستونو توندې نیوکې لرلې. دې ته په کتو سره د پاکستاني مطبوعاتو وروستي تبلیغات چې په دویم پړاو افغان ولسمشریزو ټاکنو کې د ډاکټرعبدالله د ټیم د بریالیتوب احتمالات زیات تبلیغوي،دا اندیښنې او ادعاوې قوت مومي چې ممکن د پردې شاته دغه ټاکنیزټیم له پاکستان سره کوم جوړجاړي ته رسیدلی وي او په دې ډول یې د دې هیواد ملاتړ خپل کړی وي. په دې اړه داسې اوازې هم اوریدل کیږي،چې ګواکې په وروستیوڅوکلونو کې ښاغلي عبدالله او ښاغلي محقق له پاکستاني استازو سره په پټو او ښکاره ملاقاتونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي پولې په توګه د ډیورنډ تحمیلي کرښې د منلو لپاره هوکړې ته هم سره رسیدلي دي. هغه څه چې ممکنیدل یې خورا ګران او حتی ناممکن کار دی. ځکه په دغسې او نورو مهمو ملي مسایلو کې پریکړه مستقیماً د افغانستان د ولس په اراده او خوښه کیدای شي،نه د محدودو ډلو،اشخاصو او مراجعو له ادرسه. د افغانستان په سیاسي فرهنګ کې مخکینیو دغسې تجربو ته په پاملرنې سره دا احتمال او وړاندوینه غلطه هم نه شي ثابتیدای،ځکه له یوې خوا پاکستان په خورا سپین سترګۍ سره ځان د دې حقدار ګڼي،چې په افغانستان کې د اقتدار ته رسولو په پروسه کې مهمه ونډه ولري او له بلې خوا زموږ د واک زیاتو افراطي شوقیانو هم دغسې سازشونو ته ډېرکله امادګي ښودلې ده. دا د پخوانیو وختونو تجربو ته لنډ نظر و،خو اوس چې څه مهم دي له پخوا سره د افغانستان د شرایطو ښه بدلونونه او د ولسي ارادې خلاف واک ته د رسیدو د پروسې ستونزمن کیدل دي. افغانستان نن د سیمې په کچه یو کم ساری اساسي قانون،نسبي ښه ولسواکي او مخ په پرمختګ روان سیاسي شعور لري. پاکستان یا بل کوم هیواد که په دې ګومان وي،چې وبه کړی شي د تېرو لسیزو نه کامیابیدونکې تجربې په افغانستان کې بیا عملي کړي،جدي تېروتنه به یې کړې وي. امریکا او نورنړیوال هیوادونه لکه ژمنه یې چې کړې د افغانستان په ټولو کورنیو چارو او په خاص ډول دویم پړاو ټاکنو کې باید د مداخلې او کوم ځانګړي نوماند څخه د ملاتړ اراده ونه کړي. که پاکستان امریکا یا نورو هیوادونوته په افغانستان کې د دویم پړاو ولسمشریزو ټاکنو په اړه د مشورو او ذهنیت ورکولو نیت لري،دا به یې یو ډېربې مسولیته او د دیپلوماتیکو اصولو خلاف د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې کوشش وي. دا کوشش ممکن په دې پلمه او بڼه شوی وي،چې امریکایانو ته د دوی د لویه برخه سرتېرو له وتو سره په افغانستان کې د ګډوډۍ او بې ثباتۍ اندیښنې انتقال کړي. په داسې حال کې چې داسې اندیښنې ډېرواقعیت نه لري او هغه مهال واقعي کیدای شي،چې په دویم پړاو ټاکنو یا نورو داسې مهمو ملي او لویو پروسو کې د ولس د ارادې خلاف کورنۍ او بهرنۍ هڅې او عملونه ولیدل شي. د افغانستان دولت چې تراوسه پورې یې د پاکستان په اړه واضح او روښانه سیاست نه دی لرلی،باید د خپلو دیپلوماتیکو مراجعو له لارې په روښانه ډول نړیوالو ته ډاډ او قناعت ورکړي چې په شفافه،عادلانه او بې پرې ډول د دویم پړاو ټاکنو ترسره کیدل هیڅ کومه جدي ستونزه نه را زیږوي. برعکس پاکستان دی،چې په افغانستان کې د خپلې خوښې واکمنۍ د رامیدان ته کولو په تک د پخوا په شان نړیوال په غلطو معلوماتو تېرباسي او ارمان لري چې په افغانستان کې د وضعې له خړښودلو سره بیا له نړۍ څخه بې حسابه پیسې او امکانات راخپل او هم ورسره د افراطیت او ترهګرۍ د مستند ملاتړ پرسر خپلې کمزورې اړیکې پیاوړې کړي.