دپاکستان له لورې دمشال راډیو د دفتر تړلو پریکړه دیو شمېر پښتنو او امریکا دسختو غبرګونونو سره مخ شوه

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ایالتي مشر او سناتور عثمان خان کاکړ وايي، ټولو پښتنو ته پکار ده چې د مشال دفترونو تړلو خلاف غږ راپورته کړي.

نوموړي وویل، دوی به دا مسله په پارلېمان کې راپورته کوي.

د پاکستان یو مخور مشر اخونزداده چټان وايي، د قبايلي ولس يوازينۍ رسنۍ مشال راډيو ده او پر دې بندېز د قبايلي ولس پر غږ بندېز دی.

نوموړی وايي په قبايلي سيمو کې چې څوک هم د جمهوريت، ولسي پوهاوي، تعليم او نورو حقونو لپاره کار کوي د هغوی د له منځه وړو هڅې کېږي.

پخواني سناتور او د عوامي نېشنل ګوند يو مخکښ مشر افراسياب خټک وايي د مشال راډيو خپرونې چې دوی څومره اورېدلي نو هغه متوازي دي او د هېڅ یوه ایالت خلاف نه دي.

نوموړی وايي چې مشال راډيو د قبايلي ولس ستونزې د هغوی په غږ کې نړۍ ته وړاندې کوي نو پکار ده چې حکومت پر دې راډيو لګېدلي بنديزونه لیرې کړي.

د پاکستان نومیالی خبریال او شنونکی شمیم شاهد وايي ،مشال راډیو چې کوم خبرونه او خپرونې ورکوي په هغوی کې موږ داسې څه نه دي لیدلي او اورېدلي کوم چې یو طرفه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم له پاکستانه وغوښتل چې بې له قید او شرط څخه دې د ازادې اروپا مشال راډیو خپرونو ته اجازه ور کړي.