دپاکستان لومړی وزیر نواز شریف دغلا په تور له دندې ګوښه شو

 

دوه کاله مخکې پر نوازشریف او د هغه پر کورنۍ تور پور شو چې غیرقانوني شتمني په بهر کې لري. تر دې وروسته تحقیقات وشول چې په نتیجه کې یې دا معلومه شوه چې نوازشریف او کورنۍ یې تر هغه ډیره شتمني په بهر کې لري چې د ده عواید دي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د دې پریکړې تود هرکلی وکړ. د دې ګوند غړیو په اسلام اباد کې میټایانې وویشلې . د تحریک انصاف ګوند غړیو وویل چې په هیواد کې به له دې پریکړې سره پر محکمو د خلکو باور نور هم زیات شي.

د پاکستان سترې محکمې د پاناما اسنادو په دوسيه کې د پاکستان لومړى وزير نواز شريف له دندې ګوښه کړ، خو ويل کېږي چې د پاکستان لومړي وزير سره لا شپږ مياشتې وخت شته.

د عمران خان ګوند تیرکال هم په پاکستان کې پراخ لاریونونه وکړل ترڅو نوازشریف له واکه لرې شي. داسې باور دی چې پوځ غوښتل چې ملکي حکومت لرې کړي او عمران خان هم پوځ ته نژدې کس بلل کیږي.

ويل کېږي چې د پاکستان په تاريخ کې تراوسه پورې هېڅ لومړي وزير خپله کاري دنده نه ده پوره کړې، نواز شريف غوښتل چې دا موده پوره کړي، خو اخر هغه هم سترې محکمې د غلا په تور له دندې ګوښه کړ.