په پاکستان کې يوې محکمې تیره ورځ د يوه سخت دريځي صوفي محمد د راخوشې کېدو ضمانت ومانه.
د پېښور محکمې د ده د روغتیايي وضعيت په خاطر د راخوشې کېدو حکم وکړ.
پاکستانۍ ورځپاڼې ډان راپور ورکړی چې صوفي محمد تیره ورځ محکمې ته وويل چې روغتیايي وضعیت يې ورځ تر بلې خرابېږي.
د صوفي محمد مدافع وکيل فدا ګل فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې موکل يې د پښتورګو په ناروغۍ اخته دی او د کمزورۍ له کبله څو ځلې په روغتون کې بستر شوی دی.
صوفي محمد چې ويل کېږي ۹۰ کلن دی، د ممنوع اعلان شوې نفاذ شرعيت محمدي ډلې مشر او د پاکستاني طالبانو د مشر مولانا فضل الله خسر دی.
د صوفي محمد د راخوشې کېدو لپاره د پېښور د محکمې اقدام وروسته له هغه شوی چې امریکا پر پاکستان د مالي مرستو د بندولو پرېکړه وکړه.
امریکا وويل، تر هغه وخته چې اسلام اباد د سخت دريځو پر وړاندې غوڅ اقدامات نه وي کړي، د واشنګټن مرستې به ځنډېدلې وي.