دپاکستان نوې مفتۍ دروژې نه خوړلو په قانون نیوکه کوي

د پاکستان د پخوانۍ او وژل شوې لومړۍ وزیرې بېنظیر بوټو مشرې لور بختاور بوټو د پاکستان د نوي قانون پر هغې طرحې نیوکه کړې چې په روژې میاشت کې په ښکاره روژه خوړونکو ته سزا ورکوي.
نوموړې پر ټویټر پاڼې دا نوی وړاندیز شوی قانون ”احمقانه” بللی دی.
دا پوښتي ”په روژه کې هرڅوک باید روژه ونه نیسي، په ښوونځیو کې ماشومان، بوډاګان، هغه خلک چې روغتیايي ستونزې لري، هم باید روژه ونیسي، ځکه چې اوبه څښي؟”.
بختاور بوټو وايي، دا نوی قانون پاکستانیان ”د لمر سوځېدونکو وړانګو او سختې وچکالۍ له کبله مرګ ته کشوي.”
پاکستان کې میلیونونو کسانو ته د کفر ویلو په اړه تیلفوني پیغام کې خبرداری ورکړل شوی
د اصف علي زرداري لور وايي، یاد قانون ”ډېر غوسه پاروونکی دی، ټول خلک په روژې نیولو نه توانېږي. دا د اسلام د دین جوهر نه دی.”
بختاور دا هم ویلي چې ځینو پاکستاني مذهبي مشرانو د سخت سوځنده لمر وړانګو کې د روژې خوړل روان ګڼلي، داسې ګرمي چې د انسان روغتیا ته خطر پېښوي.”
د پاکستان مشرانو جرګه کې د مذهبي چارو جرګه ګۍ روانه اونۍ یو قانون تصویب کړ، چې په ښکاره روژه خوړونکي یا نشه کوونکي ته درې میاشتې د بند سزا او ۵۰۰ کلدارې جریمه ټاکي.
د پاکستان “اېکسپرېس ټرېبیون” ورځپاڼې په وینا، همداشان په قانون کې د ۱۹۸۱ کال د روژې د “درناوي قانون” یادونه هم شوې، چې په مټ یې په روژه کې پر هغو سینماګانو، تلوېزیونونو او هوټلونو جریمه ډېرېږي چې له یاد قانون څخه سرغړونه کوي.
د مشرانو جرګې غړي تنویر خان د روان کال لومړیو کې د دغه قانون مسوده وړاندې کړه، بیا د جرګې د مذهبي چارو جرګه ګۍ ته وسپارل شوه چې په ژور ډول یې وڅېړي.
په ډېری اسلامي هېوادونو کې د روژې میاشتې پرمهال په ښکاره د روژې خوړلو د بندیز قوانین موجود دي.