په قبايلي سيمې باجوړ ايجنسۍ کې د سړک د غاړې چاودنې د باجوړ سيمې د ولسوال په گډون پنځه تنه لېويز ځواکونه وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.
د باجوړ ايجنسۍ چارواکو رسنيو ته ويلي، چې پېښه نن سهار وختي د باجوړ په لرې پرتې ماموند سيمې کې شوې ده.
پاکستاني رسنيو ويلي، چې د باجوړ ولسوال فواد علي شاه گړيگال سيمې کې د مخالفينو پر ضد عملياتو لپاره وتلی و، چې موټر يې د سړک د غاړې د ماين ښکار شو.
د رپوټونو له مخې په چاودنې کې د ولسوال موټر په بشپړه توگه ويجاړ شوی، د فواد علي شاه په گډون پنځه لېوېز سرتيري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي او د ټپيانو روغتيايي وضعيت هم ترينگلی بلل شوی دی.
د دغې چاودنې مسووليت پاکستاني طالبانو منلی دی.
باجوړ د نورو قبايلي سيمو په پرته خوندي ايجنسي ده، خو وخت په وخت په کې پر حکومت پلوو قومي مشرانو او امنيتي ځواکونو بريدونه او چاودنې کېږي او مسووليت د پاکستاني طالبانو ډله مني.