د پاکستاني چارواکو په وینا بلوچستان ایالت کې د پولیسو په یو مرکز مشکوکو وسله والو برید کړی چې، په پایله کې یې د پولیسو یو افسر او درې حمله کوونکي وژل شوي دي.
د پوليسو د يوه محلي چارواکي په وینا، په دې حمله کې چې نن په لورالايي سیمه کې شوې، يو پوليس ټپي شوى هم دى.
پاکستاني طالبانو په يوه لنډه اعلاميه کې د دې حملې مسؤليت منلى، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي