دپاکستان په لاهور ښار کې چاودنې له شلو زیات کسان ټپيان کړل

د پاکستاني رسنيو د راپورونو ترمخه، دا چاودنه د لاهور په بند سرک شوې ده. ويل کېږي چې چاودنه ډېره درنه وه چې ډېرو خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده، چاودنې شا و خوا تعميرونو ته هم زيان اړولى دى.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې امنيتي ځواکونه د چاودنې سيمې ته رسېدلي دي، ټوله سيمه يې په خپله ولکه کې اخيستې ده او د لومړي معلوماتو ترمخه، چاودېدونکي توکي په يو ټرک کې ځاى پر ځاى شوي و، چې په ځمکه کې يې لوى کنده ويستې ده.

د لاهور د يو روغتون کارکوونکو رسنيو ته ويلي دي، چې تراوسه پورې ورته له شلو زيات تنه راوړل شوي دي، چې د ځينو حالت پکې د اندېښنې وړ دى.