په پاکستان کې د افغانستان سره په پوله کې د خیبر ایجنسۍ د لنډي کوتل په سیمه کې په یوې امنیتي پوستې خونړی برید وشو.
د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د خیبرپښتونخوا ایالت د خیبرایجنسۍ د لنډي کوتل په سیمه کې په یوې امنیتي پوستې د خونړي برید له امله ۲ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې برید د لنډي کوتل سیمې د لویې شلمان په سیمه کې په امنیتي پوستې شوی دی.
په خبر کې راغلي دي چې برید د افغانستان له لورې د راغلو ترهګرو نه شوی دی .
د بله پلوه د پاکستان پوځ ویلي دي چې د نوموړي پیښې په ځوابي برید کې ۶ تنه ترهګر لمنځه وړي .
پاکستان پوځ ویلي دي چې په سیمه کې د ترهګرو د نیولو او لمنځه وړو په خاطر يي عملیات پيل کړي دي.