دپاکستان په مهمندو کې ۱۵پوځیانوته مرګ ژوبله اوښتې

دپاکستاني مطبوعاتو اداره وايي چي دا بریدونه په درې بیلو سیموکې په یوه وار ترسره شوې ،نوموړي وايي چي برید په زیاته اندازه وسله وال راغلي و،خوبرید ډیرخونړي و.

په همدې اړه دپاکستاني مطبوعات مسؤلینویوې ځايي رسنۍ سره دمرکې په مهال ویلي چي دافغانستان پولې ته څیرمه دا بریدونه ترسره شوې چي دې بریدونو کې لږترلږ۵پوځیان وژل شوي اولس نور یې ټپیان دي ،خونوموړې ادعاکوي چي دوسله والوته یې ماتې ورکړي او دهغوی لس کسان وژل شوي دي.

په دې اړه لاتراوسه دپاکستان وسله والو ډلو په رسیمي ډول څه نه دي ویلي.

خودپاکستان پوځي چارواکي دپخواپه ډول تورپورې کوي چي بریدکونکي وسله وال دافغانستان له پولې را اوښتي اوبیا یي د دوي په پوځي پوستوبریدونه کړي دي دوی منلي چي زموږ یواځې ۵تنه وژل شوي دي خووسله والو ته کلک ځواب ویل شوی دی.

دپوځ مشرجنرال قمر جاوید ویلي چي دوی وسله والوته کلک ځواب ویلي اوهغوی یې له سیمې ایستلوته اړکړي دي ،خونومړي دخپلوسرحدي ساتونکوننګه وکړه اوهغوی کورنیوته یې دصبرغوښتنه وکړه.

نوموړي په افغان حکومت ږغ وکړچي وسله وال د دواړو هیوادونو په زیان دي باید په دواړو یې چاره وشي اوسرحدي پولې ټینګې شي ترڅو امنیت قايم شي او دواړو هیوادو سیاسي اړیکي ورغول شي.