دپاکستان په چمن کې چاودنې دپنځو پولیسو په ګډون ۱۶تنو ته مرګ ژوبله واړوله

 

د چمن دسیمه ایزو پوليسو په وينا چاودنه تر غرمې مخکې سپين‎ بولدک ته څېرمه د چمن ښار په بازار کې د پوليسو يوه موټر ته نېژدې وشوه چې د يوه پوليس مشر او څلورو پوليس عسکرو په شمول يې ۱۵ تنه ټپيان کړل.

پوليس وايي، په ټپيانو کې د کلا عبدالله ضلعې د پوليسو ځايي مشر ساجدخان مومند هم شامل و چې د چاودنې هدف و او سمدستي له نورو ټپيانو سره د چمن ښار روغتون ته يووړل شو، خو د سختو ټپونو له امله يې ساه ورکړه.

چارواکي وايي، په چاودنه کې د ټپي شويو نورو دوو پوليسو په شمول د نورو څو تنو حالت هم مرګونى دى چې د درملنې لپاره کوټې ته راوړل کېږي او احتمال شته چې د مړيو شمېر زيات شي.

د چمن پوليس چارواکيو سمدستي له رسنيو سره په خبرو کې دا د ريموټ کنټرول چاودنه وبلله، خو وروسته يې وويل چې دا يو ځانوژونکى بريد و او د پېښې پرځاى يې د ځانوژونکي د بدن ټوټې موندلې دي.

دوی وايي، ځانوژونکى بريدګر په موټرسايکل سپور و، کله چې د پوليس مشر موټر ورته را ورسېد، نو ده ځان ته انفجار ورکړ.

د دې چاودنې مسؤليت تر اوسه کومې وسله‎والې ډلې نه‎دى منلى، خو په دې وروستيو کې چې پر پاکستاني امنيتي ځواکونو او پوليسو باندې کوم بريدونه شوي دي، مسؤليت يې اکثر جماعت الاحرار ډلې يا لښکرِجنګوي- العالمي ډلې پر غاړه اخيستى دى.

د پاکستان صدراعظم نوازشريف، د داخله چارو مرکزي وزير چوهدري نثارعلي خان او د بلوچستان د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي دا چاودنه په کلکه غندلې او د وژل شوي پوليس مشر له کورنۍ سره يې خواخوږي څرګنده کړې ده.