دپاکستان په کوټې ښار کې چاودنې ۲۳ کسانو ته مرگ ژوبله اړولې

د پاکستان بلوچستان ايالتي اسامبلۍ ته څېرمه چاودنې کې د څلورو پوليسو په گډون لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او اوولس نور ټپيان دي.

د بلوچستان امنيتي چارواکي وايي، چې چاودنه د ايالتي اسامبلۍ د هغې غونډې له پای ته رسېدو وروسته وشوه، چې اعلی وزير په کې له خپلې دندې استعفا ورکړه.

ځايي رسنۍ وايي، چې چاودنه ډېره درنه وه او تر لرې سيمو کې يې اواز اورېدل شوی دی.

راپورونه وايي، چې د چاودنې له امله په ايالتي اسامبلۍ کې هم وېره او ترهه خپره شوې ده.

د بلوچستان د دولتي روغتون ډاکټرانو ويلي، چې تر اوسه د څلورو پوليسو په گډون د شپږو تنو مړي وروړل شوي او اوولس تنه ټپيان دي.

د يادونې وړ ده، چې تېر ۲۰۱۷ کال کې د پاکستان د نورو سيمو سربېره په بلوچستان ايالت کې چاودنو نژدې درې سوه کسان وژلي او له پنځو سوو زيات يې ټپيان کړي دي.