دپاکستان پوځ تائیدکړه چې په پاکستانۍ مدرسوکې ترهګرروزل کیږي

د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه وایي دغه هیواد کې مدرسو اصلي مانا ورکه کړې هغه دغه مدرسې د توندلارۍ په ترویجولو تورنې کړې او د دغو مدرسو د بیاکتنې امر یې وکړ.

که څه هم افغانستان په ځلونو پاکستاني مدرسې د ترهګرو روزنځایونه یادې کړي، خو دا لمړی ځل دی، چې یو لوړپوړې پاکستاني چارواکی دغه ډول څرګندونې کوي.

له پخوا د پاکستان په دیني مدرسو نیوکې شوي چې په دغو مدرسو کې د پاکستان په ګټه توندلارۍ لپاره خلک روزل کیږي، خو دا لمړی ځل دی چې یو پاکستانی لوړپوړی چارواکی وایي چې د دغو مدرسو اصلي مانا ورکه شوې ده. د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه د نیوکې ترڅنګ ددغو مدرسو د بیاکتنې امر کړی.

دمګړی پاکستان کې د سلهاوو ناثبت شوو مدرسو ترڅنګ له شل زرو ډیرې ثبت شوې مدرسې فعالې دي

د پاکستان د پوځ مشر د خپلو خبرو په یوه برخه کې په ښکاره توګه  وایي نه پوهیږي چې دغه مدرسې عالمان روزي که تروریستان، د ولسي جرګې یو شمیر استازي وایي دغه مدرسې سیمې او نړۍ ته خطر دی او ژر تر ژره باید له منځه ولاړې شي.

د افغانستان په شمول د سیمې او نورو هیوادونو پاکستان د ترهګرۍ ځاله بللې خو دا لمړی ځل دی چې د یو لوړپوړي پاکستاني چاروکي له خوا پاکستانۍ مدرسې د ترهګرۍ په روزنځایونو یادیږي.