د پښتو ژبې نومیالي او ستر لیکوال استاد عبدالله بختاني د ورپیښي ناروغۍ له امله د تل لپاره له دې نړۍ سترګي پټې کړي.
د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ اړوند په بختان کلي کې د دې نړۍ د پښتو ادب د اسمان ځلانده ستوري د خپل ژوند په اوږدو کې د پښتو او ادب په بڼ کې تر سلو زیات علمي،تحقیقي او ادابي اثار را زیږولي او ټولنې ته یې د ډالۍ په توګه پرېښودلي،چې پښتون قوم او د ادب لارویان به یې د تاریخ په اوږدو کې هیڅ کله هم هیر نه کړي .
د استاد د جنازې لمونځ سبا یک شنبه د کب په ۶ مه نېټه د سهار په لسو بجو د جلال اباد ښار په شيرزي لوبغالي کې ادا کيږي
انالله واناالله راجعون
صفت الله محبت