دکروناویروس له امله د افغانستان هوايي چلند ادارې۴۰ میلیون ډالر زیان کړی

د افغانستان ملکي هوايي چلند اداره وايي د وړایندوینو پر بنسټ د کروناویروس د رامنځ ته شویو ګرځبندیزونو له امله د افغانستان ملکي هوايي چلند ادارې لږ تر لږه څلوېښت میلیونه ډالر زیان کړی دی. د دغې ادارې مشر محمد قاسم وفايي زاده وویل که څه هم سږ کال د افغانستان له فضا نه د پروازونو د ډېرېدو له امله ۲۵ سلنه عواید ډېر شوي وو، خو د کروناویروس خورېدو ملکي هوايي څانګه زیانمنه کړې ده. هغه زیاته کړه چې دغه زیان به د دولت د بودیجې د کموالي لامل شي.