دکرونا شهید څخه د ویروس انتقال

که څه هم دا تراوسه نده ثابته شوې ، چې د کرونا شهید څخه ویروس انتقالیږي کنه ، خو د کرونا دشهید جسد باید په لاندې تدابیرو سره خاورو ته وسپارل شي:

۱. د کرونا د مریض جسد باید د WHO شرایطو مطابق خوندي شي، چې دا چاره په هر ولایت کې د کرونا سنټر کارکوونکي ترسره کوي.

۲. د کرونا شهید ورثه باید جسد د کرونا سنټر نه مستقیم هدیرې ته انتقال کړي ( کورته د وړلو اجازه نلري )

۳. هغه ورثه ( ۴ کسان ) ، چې د جسد په تدفین کې برخه اخلي ، ماسک او دسکشې باید وکاروي.

۴. جسد که شخصي امبولانس په ذریعه انتقالیږي ، دریور یې باید ماسک او دسکشې ولري.

۵. کورنۍ او ټولنې ته د ویروس د انتقال مخنیوي پخاطر د جسد تابوت باید هیڅوک خلاص نکړي .

۶. د جنازې لمونځ د هر افغان مسلمان شرعي او کولتوري حق دی ، خو د جنازې په مراسمو کې باید محدود کسان برخه واخلي او کوشش وشي ، چې د روغتون په داخل کې محافظوي شرایطو په نظر کی نیولو سره تر سره شي.

۷. د تدفین مراسمو کې باید ۴ – ۶ کسانو برخه واخلي او زیاتو کسانو څخه په کلکه ډډه وشي.

۸. هغه کسان ، چې د تدفین په مراسمو کې برخه اخلي ، ۱۴ ورځو پورې باید کور کې ځان قرنطین کړي، که د قرنطین په ورځو کې کومې نښې پکې پیدا شي ، باید روغتیايي کارکوونکو سره اړیکه کې شي.

 

ډاکتر صيب روحاني