دیارلسم پړاو آې پي ایل تر نامعلومې نېټې وځنډېد

د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۰ م کال هندوستان سوداګریزې کرکټ سیالۍ د کرونا ویروس وېرې له امله تر نامعلومې نېټې وځنډول شو.

د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې مسئولینو په وېنا چې دیارلسم پړاو آې پي ایل سیالۍ تر امر ثاني پورې وځنډول شوې.

تمه وه چې د اپرېل په ۱۵ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د آې پي ایل سیالۍ پیل شوې وای؛ خو تازه د هندوستان کرکټ بورډ پرېکړه کړې، چې دغه سترې سوداګریزې کرکټ سیالۍ تر نامعلومې نېټې وځنډول شوې.

د هند کرکټ بورډ د سه شنبې په ورځ وویل چې په هندوستان کې قرنطیني حالت د می تر ۳ یمې نېټې پورې غځېږي او په همدې اساس آې پي ایل هم تر نامعلومې نېټې وځنډول شو او کله چې د کرونا ویروس تهدید پای ته ورسېږي، نو بیا به د آې پي ایل د ترسراوي په اړه وروستۍ پرېکړه وشي.

له دې وړاندې د آې پي ایل کرکټ لوبې د مارچ له ۲۹ مې نېټې د اپرېل ۱۵ مې نېټې ته ځنډول شوې وې، خو یو ځل بیا د دغو سیالیو په تړاو نهایي پرېکړه وځنډېده.