دیني عالمانو د کرونا ویروس مخنیوي په تړاو کنفرانس ورکړ

د افغانستان دیني عالمانو د یکشنبې په ورځ په کابل کې د کرونا مرګوني ویروس څخه د مخنیوي په خاطر او د دغه ویروس پر وړاندې د وقایې په پار د عامه پوهاوي لپاره خبري کنفرانس ورکړ.

دغه دیني عالمان چې شمېر لسګونو ته رسېده، د اسلام په رڼا کې یې عوامو ته پېغام ورکړ، چې ناروغۍ او مرضونه د الله تعالی لخوا په خلکو مقررېږي.

دغو دیني عالمانو وویل، چې انسانانو او په ځانګړي ډول مسلمانانو ته پکار دي، چې د وژونکو ناروغیو پر وړاندې دقیق او جدي و اوسي؛ تر څو یې له تهدید څخه خوندي شي.