دیني عالم مولوی نورپاچا حماد په کابل کې ترور شو

کورنیو چارو وزارت تایید کړې ده چې مولوي حماد پرون له غرمې وروسته د کابل د پنځمې حوزې په خوشال خان مېنې سیمه کې د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی دی.

حماد به تل د اوسني نظام ملاتړ کاوه او د تلويزيوني مرکو له لارې یې په هېواد کې روانه جګړه نامشروع یاده کړې وه او دا يې هم ويلي وو که په دې تړاو غلی پاتې شي نو خدای به یې ونه بخښي.   د مولوي نور پاچا حماد د وژنې مسئولیت تر اوسه کوم چا پر غاړه نه دی اخیستی.