دې ماشوم ته خو يو افرين وواياست

 

زموږ په هېواد کې خو له کتاب لوستو سره هسې هم ډزې شوې دي، خو په نړۍ کې بیا ان معلولین کتابونه لیکي، لولي او نورو یې لوستو ته هڅوي.

نن د یوه داسې ماشوم په اړه ولولئ چې په ذهني او جسمي ډول فلج دی، خو کتاب یې لیکلی دی.

۱۲ کلن بریټانوي جوناتهن وښووه چې هڅې هیڅ مهال بې پایلې نه وي.

هغه له موره معلول زېږېدلی، نه یې خبرې کولای شوای او نه هم لیکل، خو مور و پلار یې هر څه په اشاره ور زده‌ کړل.

همدا ډول یې هغه ته په نښو د لیک لوست ښودو استاد په دنده وګماره او تر دې چې تر ۱۲ کلنۍ یې کتاب ولیکه.

د هغه کتاب هم په اشاره یا هم “د سترګو په مرسته لیک” نومېږي او هغه تجربې یې په کې لیکلي چې دی یې له زده‌کړې برخمن کړ.

هغه په خپله یوه مرکه کې ویلي، غږ نه لري، خو د زړه خبرې په لیک خپلو خلکو ته وړاندې کړي.

سرخط ورځپاڼه