دې نجلۍ هم يو وخت ځان واژه

 

تاسې به فکر کوئ چې د هندي سېنما په فلمو کې لوبېدونکي ځوانان او پېغلې خورا خوندور او خوشحاله ژوند لري، خو داسې نه ده. هغوی ډېر سخت ځورېږي.

څو ورځې وړاندې به مو په سرخط کې د کپيل شرما په اړه لوستي وي چې د ځان وژنې پرېکړه يې کړې وه. په داسې حال کې چې د کپيل شرما خپرونې ته د خلکو له خندا په بډوګو درد شي.

اوس تازه د هندي سېنما یوې ښکلې ستورې الیانان ډي‌کروز ویلي، یو وخت تر ډېر سخت فشار لاندې وه او پرېکړه يې کړې وه چې ځان ووژني.

هغې په یوه تازه مرکه کې ویلي، د دسمارفک په نوم یوې ناروغي ونیوله او تر داسې حال پورې يې ورسوله چې غوښتل یې ځان ووژني.

هغه زیاتوي، هره ورځ به یې همدا فکر کاوه، کاشکې ځان ووژني، له جنجاله به خلاصه شي.

دا وايي، اوس ښه شوې او له بېلابېلو لارو غواړي خپل ژوند مخ ته بوځي.