د آسټرالیا اوسیدونکي له سېلابونو او اورونو کړیږي

یاد هېواد چې یو شمېر سیمې یې د ۲۰۱۹ کال سپټمبر میاشتې راهیسې په اور کې سوځي، اوس تازه یې په یو شمېر نورو سیمو کې بارانونه پیل شوي دي، چې د سېلابونو له امله یې د دې هېواد وګړي له سختو حالاتو سره مخ دي.

په داسې حال کې چې د آسټرالیا په یو شمېر سیمو کې لا هم د ۲۰۱۹ سپټمبر کال راهیسې اورلګېدنه دوام لري، په دې وروستیو کې د دې هېواد په ( نیو سوت وېلز) او کوینز لېنډ ایالتونو کې د زیاتو ورښتونو له امله سېلابونه رامنځته شوي، چې ګڼ شمېر خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د دغې هېواد په کوینز لېنډ ایالت کې د ډېرو ورښتونو له امله د اوبو لوړوالی ۳۰۰ ملي مترو ته رسیدلی دی، چې د باران له امله د اوبو دغه لوړوالی د پخوا وختونو ته په پرتله بې مخینې ښودل کیږي.

په یاد ایالت کې له سړکونو سېندونه جوړ شوي دي او موټرې یې د اوبو په سر ګرځي، چې په ډېریو سړکونو یې له کېښتیو کار اخیستل کیږي.

دغو سېلابونو یو شمېر کورونه تر اوبو لاندې کړي دي او یو شمېر نورو کورونو ته د اوبو ننوتلو له امله یې ټول توکي ور خراب کړي دي؛ چې ددې اوسیدونکو ژوند یې ور ستونزمن کړی دی.

هغه د موټرو پارکونه او د لوبو ځایونه چې مخکې به ډک لېدل کېدل اوس د اوبو د حوضونو په څېر او تش لیدل کیږي.

له دغو بارانونو سره سخت بادونه هم مل و، چې ګڼ شمېر ونې یې غورځولي دي او مالي زیانونه یې اړولي دي.

همدا راز د دې هېواد سوت وېلز ایالت چې له ډېره وخته له وچکالۍ سره مخ وو اوس په پکې ۱۳۷ ملي متره باران وریدلی دی، چې سېلابونه یې په کې رامنځته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د دې هېواد په (فرېنچ لېنډ) کې د اور لګېدنې له امله بېړنی حالت اعلان شوی دی.

په آسټرالیا کې وروستیو اورلګېدنو تر دا مهاله د ۲۸ تنو ژوند له منځه وړی دی، چې ۲۶۰۰ د استوګنې ځایونو په ګډون یې لس اعشاریه درې مېلیونه هکتاره ځمکه او ځنګلونه په سوت وېلز ایالت کې سوځولي دي.