د ابتدايي ليکوال له پاره څو کرښې

خیال کوچی

 

۱- ليکـوال بايد په ديني او عصري زده کړو کې د پام وړ علمي سطحـه ولري تر څو يې ليکنه هر اړخيزه او په ديني او عصري معيارونو پوښلي وي .

۲- ليکوال لپاره اړينه ده چې فکري ځواک يې لوړ او خلاص وي تر څو يې ليکنه له تعصب او افراط څخه لرې او پاکه وي .

۳-  ليکوال بايد ازاد او خپلواکه وي تر څو يې ليکنه تر ټولو قومي مذهبي او سياسي اړخونو ورسيـږي او ګټه ترې واخلي .

۴- ليکوال ته پـکار ده چې تل د ديني او عصري کتابونو د مطالعې تر څنګ د تاريخي کتابونو مطالعه خورا ډيره وکړي .

۵- د ليکوال ، ليکنه ديني وي او که سياسي او يا تاريخي بايد واقعيت ولري او رښتينې وي؛ تر څو له جدي نيوکو سره مخ نشي .

۶- د ليکوال ليکنه بايد له اهمو مطالبو ډکه خو لنډه او نه ستړې کيدونکې وي تر څو د لوستونکو لپاره د ذهني

فشار او ستومانتيا لامل ونه ګـرځي .

۷- ليکوال چې په هره ژبه کې ليکنه کوي بايد د همغې ژبې ژبنۍ بڼه ولـري تر خپل وس او توان دې کوښښ وکړي چې د نورو ژبو نه پکې الفاظ يا لغات ونه کاروي .

۸- ليکوال بايد دلوړ صبر، تحمل، زغم او د ښو اخلاقو خاوند وي ځکه کيديشي يو څوک دده پر ليکنه نيوکه وکـړي نو له هغه سره د بحث په صورت کې بايد ياد ټـکي په نظر کى ونيسي .

۹- ليکوال بايد له حالاتو واقعاتو او اړونده سياسي مسائلو سره اشنا وي او تل بايد رسنۍ او سياسى بحثونه تعقيب او وڅاري .

۱۰- ليکوال بايد هـره موضوع ځانګـړې وليکي او خپله ليکنه تر پايه تعقيب کړي تر څو بله موضوع ورګډه نه کـړي ، که د ضرورت په وخت کى کومه واقعه يا خاطره د مثال په طور وړاندې کوي کولاى شي خو بايد اشاره ورته وکړي نه دا چى هغه واقعه تر پايه وليکي .

۱۱- د ليکوال ليکنه بايد د بل ليکوال له ليکنىږې سره خورا توپـير ولرى؛ تر څو نقليـزه بدګماني رامنځ ته نشي.

۱۲- د ليکوال بايد دې ټکي ته پام وي چې له اړتيا پرته يو لفظ په مکرر ډول ونه ليکي؛ ځکه دې سره ليکنه پيکه او بى خونده ښکاري .

۱۳- ليکوال بايد هيڅـکله له نورو موضوعاتو او ليکنو نقل ونـکړي بايد خپل ټول ذهني قوت پکار واچوي تر څو يئ ليکنه ارزښتـناکه او هر چاته د خوښې وړ وګـرځي .

۱۴- نوى ليکوال بايد خپله ليکنه يو تکـړه ليکوال ته وښيي تر څو يې نيمګـړتياوې ورپه ګـوته کړي ، وروسته دې بيا خپره کړي.

۱۵- ليکوال بايد ښه خائسته خـط ولري او املاء کې هيڅ قسمه ستونـزه ونه لـري.

۱۶-ليکوال بايد خپله ليکنه تر نشرولو وړاندې ښه په دقت سره وګوري تر څو يې نيمګـړتياوې ورپوره کړي او بيا يې نشر کړي.