د ابديت مهر/ مصطفی سالک

اى د تورو سترګو څښتنې! ستا محل ته ايله څو ګامه پاتې دي، خو زه پوهېږم چې د زړه تارونه دې سست او د ښكالو سره او تال دې مات دى. د وجود په رنګين هېواد كې دې عقل او زړه لكه دوه مغرور شاهان د بري په هيله د سېځونكې بېتابۍ له كبله رقص كوي.

اى ښكلې پېغلې، ستا پښې له ناكامه وړاندې ګام اخلي. خو يو غير مريي لاس دى مخ زما په خوا را اړوي. ښه پوهېږم، نه غواړې چې په دې كنګل چاپېريال كې دې ستا له تودې غېږې محروم پاتې شم او په رپاندو پښو دې د خپلې واورينې جونګړې لاره ونيسم. ته غواړې چې د خپلې اور ورينې ځوانۍ خوږ تاو شونډو ته راولې او په تندي مې د ابديت مهر ولګوې.

اى د تورو سترګو څښتنې! ته دا نه خوښوې چې پخپله جونګړه كې بې تېلو خاورين څراغ ته لاس كړم او په نااميدۍ يې كېږدم. ته غواړې چې د سپوږمۍ تر پلوشو لاندې زما پر سينه دخپلو زلفو نافې پرانيزې او تلپاتې نغمې ته مې روح وتخنوې.

اى حسينې پیغلې! ستا د اوښكو د جلوو پر اضطراب د غرني جهيل چوپتيا او له جلاله ډك بغاوت غېږ په غېږ ناڅي.

مجبورې محبوبې، وړاندې له دې چې دوره زرين زنځير دې په شرنګا راشي، ځان ورسوه. خو د خوبونو هغه كړكۍ پرانيستې پرېږده چې خوشبويي دې ترې زما تر جونګړې را رسي.