د ابوظبۍ په لس اوريزو سياليو کې حضرت ځاځي د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه

‏د ابو ظبۍ په لس اوریز کرکټ لوبو کې افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي تېره شپه د ښې لوبې ترسره کولو له امله د غوره لوبغاړي جایزه تر لاسه کړې ده.
ځاځي په پرونۍ لوبه کې د خپلې لوبډلې لپاره په نهو توپونو ۳۴ منډې وکړې چې په توپ وهنه کې یې درې سترې شپږیزې او څلور څلوریزې شاملې وې.