د اجى دېوګن د کليزې په ورځ د هغه د نوي فلم ويډيو خپره شوه

د بالي ووډ فلمونو مشهور اداکار اجى دېوګن نن خپله ٥٢مه کليزه لمانځي، چې د هغه د کليزې په ورځ د نوموړي د نوي فلم (RRR) څخه يې د هغه لومړنۍ کوچنۍ ويډيو هم خپره شوې ده.

نوموړى چې په ١٩٦٩ کې د اپريل په ٢مه نېټه زېږېدلى و، ٥٢ کلن شو او نوموړى له لسيزو راهيسې د بالي ووډ فلمونو يو ډېر له مشهورو اداکارانو څخه دى.

د هغه راروان فلم (ار ار ار) دى، چې ډايريکټر يې ايس ايس راجا مولي دى او دا فلم په څو ژبو کې جوړېږي، چې ډېره لويه بوديجه هم ورته ځانګړې شوې ده.

د نوموړي د کليزې په ورځ د دغه فلم څخه د اجى دېوګن يوه کوچنۍ ويډيو خپره شوې ده، چې ډېره په زړه پورې ده او داسې ښکاري چې په دې فلم کې د نوموړي کردار ډېر طاقتور او زورور دى.

دا ويډيو نوموړي په خپله هم خپره کړې ده او په دې کې د تيلګو او تامل سينما مشهورو اداکارانو هم کار کړى دى، چې دې فلم ته د سويلي هند سينما او بالي ووډ مينه وال ډېر په تمه دي.

کاپي…