د احتکار په اړه یوه تاریخي کیسه

فضل الله ممتاز

 

امام غزالي ــ رحمه الله ــ په دې اړه د یوې په زړه پورې کیسې لنډه یادونه کوي. نوموړې چې د اسلامي امت د مفکرینو او مشهورو لیکوالانو او نوم وتو علماؤو څخه دی، ډېر کتابونه یې لیکلي دي؛ د هغه د مشهورو کتابونو څخه یو هم اِحیاءُ علوم الدین دی. نوموړي پخپل دې کتاب کې لیکلي دي چې: (۳) په تېرو وختونو کې د مسلمانو تاجرانو څخه یو تن ژوند کاوه. ده به همېش خپل تجارتي مالونه شاوخوا بازارونو او ګاونډیو هېوادونو ته استول، دده مالونه او شتمني دومره زیاته وه چې حتی په کشتیو کې به یې خپل مالونه د سیمې نژدې پرتو ولایتونو او بازارونو ته استول.

 

یو ځل یې د تېر په څېر وغوښتل په عراق کې د بصرې ښار ته د بحر له لارې خپل مالونه واستوي؛ د تجارتي مالونو له تړلو او لېږد ته د چمتو کولو څخه وروسته یې خپل دوست او ددې تجارتي کاروان مرستیال (حنظله) ته ولیکل: کله چې د بصرې ښار ته ورسېدلی؛ نو د رسېدلو سره سم دا مالونه په فلاني نرخ پر خلکو باندې خرڅ کړه؛ خو چې پام دې وي تر سبا ورځې پورې درنه دا مالونه پاتې نشي.

 

د هغه ملګري (حنظله) هم ورسره په لومړي سر کې ومنله او د خپلو نورو دوستانو سره د بصرې ښار په لوري یې سفر پیل کړ. کله چې د بصرې ښار ته دا تجارتي کاروان ورسېد؛ په دې کاروان کې د حنظله د سفر ملګرو حنظله ته وویل: څه به وشي چې که چېرې مونږدا مالونه اوس په خلکو باندې خرڅ نه کړو؛ بلکې لږ نور یې هم وځنډوو؛ تر څو ارزښت او قیمت یې نور هم لوړ شي؛ نوپه دې توګه سره به مونږ څو چنده ګټه ترلاسه کړو او له بل لوري به زمونږ مشر هم له مونږ څخه خورا خوښ او خوشحاله شي. ده هم ورسره ومنله او دا مالونه یې تر هغې پورې وځنډول تر څو یې په بازار کې نرخونه لوړ او خورا قیمته شول؛ اوله دې لارې یې څو چنده ګټه ترلاسه کړه.

 

دوستان یې په خپل دې کار خورا خوښ شول، نو وې غوښتل چې خپل دوست له دې ګټې څخه باخبره کړي؛ نو ددې کار لپاره یې یو لیک ولیکه او په هغه کې یې خپل مشر ته دا کیسه په بشپړ تفصیل سره ولیکله؛ خو ددوی د فکر او توقع په خلاف مشر یې په دې کار خورا خواشینی او ناخوښه شو.

 

هغه د خط په ځواب کې خپل دوست (حنظله) ته ولیکل چې: ما خو له تاسره په خورا لږه ګټه باندې قناعت کړی ؤ، تر څو مال مو په حلاله توګه خرڅ شي او نه یې له برکت څخه بې برخې شو، او نه مو پکې ایمان ته کوم زیان ورسېږي؛ خو تاسو زما له امر نه سرغړونه کړې ده او زه هېڅکله هم په دې باندې نه خوشحالېږم چې څو چنده مالي ګټه ترلاسه کړم؛ خو دین او ایمان مې پکې له لاسه ورکړم. تا په حقیقت کې زما په مال کې احتکار او زما سره ستر جنایت تر سره کړی دی؛ نو اوس د حل لاره داده چې: کله زما دا لیک تاسې ته درورسید؛ نو سمدلاسه دا ټول مال مو د بصرې ښار په بې وزلانو او اړمندو خلکو باندې ووېشئ. کاش! د همدې صدقې له کبله مونږ د احتکار له هغې ګناه څخه خلاصون ومومو کومه چې مونږ ترسره کړې ده.

 

په تجارتي معاملاتو کې احتکار په اصل کې د تقوی د کلمې سره منافي (مخالفه) کلمه ده؛ او دا ځکه چې د همدې احتکار له کبله خلک له مالي تنګسیا (فقر) سره مخامخ کېږي او په دې توګه سره خلکو ته مالي تلفات اوړي؛ نو له همدې کبله اسلامي سپېڅلي شریعت یې په اړه د تحریم (حراموالي) حکم صادر کړی دی، او یا یې هم دا کار دومره بد او منحوس کار ګڼلی دی؛ لکه څومره چې یو حرام عمل بد ګڼل کېږي.